یوټیوب ته کلیپ جوړونې ولي هلکان وسوځل؟
۱۳۹۷ دی ۹, یکشنبهد بایرن ایالت د پولیسو په حواله د فیئرډن په ښار کې دری تنه ځوانان چې د پټاکۍ جوړولو کوښښ یې درلود په پټاکیو کې استعمالیدونکي منفجره مواد پرې ؤ چاودیدل. په دوی کې یو تن سطحي او بل یې په شدید ډول ټپي شوي دي.
د پولیسو په حواله دغو ځوانانو د پټاکیو د جوړولو له پاره په کور کې له کاریدونکو شیانو د هغو له جملی څخه په پخلنځي کې کاریدونکی صافي او ترازو او همدارنګه غیر معیاري چاودیدونکي توکي شامل دي.
دوی د بوټو په منځ کې دغه تجربه کوله چې د تیارولو پر مهال یې چاودنه رامنځته شوه او بوټو اور واخیست. بالاخره د اور د وژنې له پاره اطفایه هم را وغوښتل شوه.
په دوی کې یو تن چې د بدن ۶۰ سلنه پوسټکې یې سوزیدلی دی د درملنې له پاره په روغتون کې بستر او دویم تن یې معمولي ژوبل شوی دی.
په آلمان کې د نوي کال په شپه د دا ډول آتش بازیو یا اورلوبو اجازه شته، خو په دې هکله سخت مقرارت موجود دي. د غیر معیاري پټاکیو کارونکي او ساتونکي کیدای شي تر دریو کلونو پورې د بند په سزا او تر ۵۰ یورو پورې نغدي جریمه شي.
پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: