یونیسف: په افغانستان کې نیم میلیون کسان له زلزلې اغیزمن سوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعهداسې ښکارې چې په افغانستان کې د زلزلې سخت عواقب تر هغه هم جدي دي لکه څرنگه چې په پیل کې یې اټکل سوی وو. د کوچنیانو د ملاتړ ادارې یونیسف د جمعې په ورځ سهار ( ۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۵مه) خبر ورکړی دی چې د هغوی د اټکل له مخې شاوخوا نیم میلیون انسانان له دغې زلزلې اغیزمن سوي دي چې ۲۶۰ زره کوچنیان هم پکښې شاملیږي.
د چارواکو په حواله ددغې زلزلې له امله چې د ریشتر په مقیاس ۶،۰ درجې وه، څه د پاسه ۲۲۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۶۰۰ کسان زخمیان سوي دي.
د یونیسف په حواله په تیره بیا د ننگرهار او کونړ په ولایتونو کې څه د پاسه ۵۰۰۰ کورونه تر یو ځایه او یا هم په بشپړه توگه ویجاړ سوي دي.
په افغانستان کې دیونیسف کارکوونکي دانیل تیمي وویل: «دغه کورونه په عنعنوي ډول له خښتو جوړ سوي وو او د زلزلې له امله ونړیدل. علاوه پردې په غرونو کې دغه کلي په طبقه یی ډول د غرونو په لمنو کې جوړ سوي وو، له همدې امله د دومینو د ټوټو په توگه یو په بل پسې ونړیدل.»
د هغه په خبره، مرستندویه توکي باید د خرو په مرسته او یا هم پر پښو غرنیو کلیو ته انتقال سي.
همدارنگه د اوبو رسولو سیستم هم قطع سوی دی، خو د اوبو رسول د لاریو په مرسته ناممکن بریښي. د یونیسف په حواله له همدې کبله د څښلو د اوبو د ترلاسه کولو له پاره سطلونه او د اوبو د تصفیه کولو تابلیتونه ویشل سوي دي. علاوه پر دې د ناروغیو د خپریدو گواښونه هم موجود دي.
بیا هم یوې سختې زلزلې سیمه ولړزوله
په افغانستان کې تر سختې زلزلې څو ورځې وروسته یوېبلې زلزلې هم مځکه سخته ولړزوله. د اروپا - مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز خبر ورکړی دی چې د هغې شدت د ریشتر په مقیاس ۵،۶ درجې وو. د رسنیو د رپوټونو له مخې د دغې زلزلې شدت په گاونډیو هیوادونو هند او پاکستان کې هم احساس سوی دی. په دې ترڅ کې نور جسدونه هم له ویجاړیو څخه راایستل سوي دي.