یو پاکستانی لوړ پوړئ افسر او ډاکټر په اعدام محکوم سول
۱۳۹۸ خرداد ۱۱, شنبهلکه څنگه چي پاکستاني رسنیو پرون جمعه (د مئ میاشتي ۳۱ مه) خبر ورکړ، دغه درې کسان خارجي منابعو ته «د سختو اعتمادي معلوماتو» د ورکولو په تور په یوه نظامی محکمه کي د بند او مرگ په سزأ محکوم سوي دي.
دا اول وار دی، چي د پاکستان په تاریخ کي یو عالي رتبه نظامي افسر په اعدام محکومیږي او یوه جنرال ته دومره لوړه جزأ ورکول کیږي.
د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید بجوه په یوه تویت کي د نظامي محکمې ددغه حکم څخه هرکلی وکړ. دا هم پداسي حال کي ده، چي د جاسوسي تورونو دقیق منابع او معلومات نه دي ارائه سوي. خو په عمومي ډول داسي گمان کیدلای سي، چي هغوی به د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادرې-CIA سره همکاري کړې وي. محکومین کولای سي ددغه حکم پرضد د مرافعې غوښتنه وکړي.
دغه درې سره محکومین، هر یو جنرال جاوید اقبال، لوأ مشر راجا رضوان او ډاکټر وسیم اکرم د نظامي او دولتي اسرارو د قانون پراساس محاکمه سوي دي.
پخوانی جنرال اقبال په ایبټ آباد کي د امریکايي ځانگړو قواوو له خوا د القاعده شبکې د رهبر اسامه بن لادن د وژل کیدو د تحقیقاتي کمیسون وظیفه پر غاړه لري. دغي قضیې تر ننه پوري د امریکا او پاکستان روابط ډیر خراب کړی دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( )