یو آلماني ۱۲۰ ورځې تر اوبو لاندې د ژوند کولو ريکارډ ثبت کړ
۱۴۰۳ بهمن ۶, شنبهدغه آلمانی روديګر کوخ نومیږي او ۵۹ کاله عمر لري. هغه د نړېوالو ريکارډونو ګينس د مشرې، سوزانا، په حضور کې له خپلې د اوبو لاندې ۳۰ متر مربعي کوټې څخه راووت. هغه د جمعې په ورځ د خپل ریکارډ جشن ولمانځه.
د ګينس نړېوالو ريکارډونو داورې ومنله چې کوخ یو ریکارډ مات کړی. تر دې مخکې امریکايي جوزف دیتوري د امریکا متحده ایالاتو په فلوريدا کې ۱۰۰ ورځې تر اوبو لاندې یوه هستوګنځي کې تېرې کړې وې.
روديګر کوخ له کپسوله تر راوتلو وروسته د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا یوه عالي تجربه وه چې پای ته ورسېده.
په واقعیت کې د پښیمانۍ یو حس موجود دی. ما په دغه ځای کې له اوسېدو ډېر خوند واخیست.» د کوخ د اوسېدو کپسول د اوبو له سطحې ۱۱متره ښکته وو.
نوموړي د هغه څه په هکله چې لیدلي یې ول، وویل: «ډېر ښکلی وی چې کله هر څه چوپ شي، هوا تیاره شي او سیند وړانګې کوي.»
کوخ وویل: «د هغه څه چې تېر شول توصیف کول ناممکن دی، تاسو باید په خپله هغه تجربه کړې.»
په کوم کپسول کې چې کوخ ۱۲۰ ورځې تېرې کړې تر ډېره د عصري ژوند پر خصوصیاتو یا وسایلو سمبال وو چې له هغې جملې د خوب له پاره چپرکټ، تشناب، تلویزیون، کمپيوټر، انترنیت او حتی یو ورزشي بایسکل هم درلود.
له آرشیف څخه: