کویټه: په یوه بمي برید کې ۱۴ تنه وژل سوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۲, چهارشنبهاعلان
په پاکستان کې امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی، چې دا برید د بلوڅانو د ملي سیاستوال او دبلوچستان ایالت د پخواني حکومتي مشر يا وزير اعلی، سردار عطاالله مینگل د مړینې د ورځې د یادون په مراسمو کې ترسره سو. د هغه زوی سردار اختر مینگل هم په دغو مراسمو کې گډون کړی ؤ. حکومتي استازي، حمزه شفاعت وویل چې نوموړی په یوه خوندي ځای کی دی.
د پولیسو لوړپوړي چارواکي اطهر رشید ویلي دي چې چاودیدونکي مواد هغه وخت په یوه پارکینک کې وچاودیدل، کله چې خلک له دغو مراسمو څخه د وتلو په حال کې ول. داسې ښکارې چی دا به یو ځانمرگی برید وي.
تر اوسه پورې هیڅ چا ددغه برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی. کویټه د بلوچستان ایالت مرکز دی چې له افغانستان او ایران سره سرحد لري. په دغه سیمه کې هم اسلامپاله افراطیان او هم بلوڅ بیلتون غوښتونکي فعال دي.