کریکټ: په هند کي څو تنو په گڼه گوڼه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ
۱۴۰۴ خرداد ۱۵, پنجشنبهدهند د برتره لیگ د سیالیو په فاینل کي د بنگلور کرکټ د رویال چلنجرز د ټیم له بري وروسته، څو کسان په گڼه گوڼه کي د وارخطایی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د هند د کرناتای ایالت سر وزیر سیدرامایا، ویلي دي چي د رسمي معلوماتو له مخې د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د جون ۴) حداقل ۱۱کسان چي ډېری یې ځوانان وه، خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۷ نور زخمیان سوي دي.
هغه ویلي دي چي «هیچا د دغه ډول گڼه گوڼې انتظار نه درلود.» هغه زیاته کړې ده: «سټودیوم یوازي د ۳۵ زرو کسانو ظرفیت درلود، خو ۲۰۰ تر ۳۰۰ زرو پوري کسان راغلي وه.» سیدرامایا ویلي دي چي په محل کي د پولیسو ټولو ځواکونو حضور درلود.
د هند صدراعظم نریندرا مودي له یوې «بشپړ زړه بوږنوونکې» پیښې څخه خبره وکړه او وې ویل: «په دغو غمجنو شیبو کي، زه د ټولو هغو کسانو په هکله فکرکوم چي خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.»
په دغه پیښه کي له زخمي کسانو څخه یوې ښځې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي ډېرو کسانو هغه تر پښو او لاسونو لاندي کړې ده. دغې ښځې چي د خپل نوم له اخیستو څخه یې دډه کړې، په داسي حال کي چي په ویلچر کي ناسته وه، ویلي دي: «هغوی زه تر پښو او لاسونو لاندي کړم، ساه می نه سوای اخیستلای او بیهوښه سوم.»
د رویال چلنچرز ټیم د سې شنبې په ورځ د هند د برتره لیگ اتل سو او د چهارشنبې په ورځ د چیناسوامي سټودیوم پر شاوخوا یو ستر جشن پلان سوی وو.