د افغانستان له نولس کلنۍ کم عمره ټيم نړېوال جام ته ووت
۱۴۰۴ فروردین ۳۰, شنبهد افغانستان کریکټ بورډ د شنبې په ورځ د دغه مطلب په څرګندولو وویل چې «افغان ځوانانو د غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې خپلې لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلې.»
کریکټ بورډ زیاته کړې چې نن (د ۲۰۲۵م کال د اپریل ۱۹مه) افغانستان له کوربه هېواد نيپال سره خپله مهمه لوبه درلوده، خو د «دوامداره ورښت له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.»
د افغانستان د کریکټ بورډ اعلامیه چې د دغې ادارې پر خپلې فېسبوک پاڼه هم خپره کړې، پکې راغلي چې افغانستان په جدول کې لومړی مقام خپل کړی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې افغان لوبډلې د نورو لوبډلو په مقایسه د لوړو نمرو او نېټ رنرېټ په درلودلو سره «د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړېوال جام ته لاره پیدا کړه.»
د کریکټ نړېوالې شورا د نارینه و اندر۱۹ نړېوال جام سيالۍ به د ۲۰۲۶م کال په جنوري او فبروري میاشتو کې په زیمبابوې او نیمبیا هېوادونو کې وي.
افغانانو پر ټولنیزو رسنیو نړېوال جام ته د افغان لوبډلې له وتلو خوښي ښودلې ده.