کریملین: نشو ویلی چې د ترمپ او پوتین لیده کاته به څه وخت وي
۱۴۰۴ خرداد ۳۰, جمعهد روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین، په کراتو ويلي دي چې ولسمشر ولادیمیر پوتين، د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره حضوري کتنې ته تیار دی، خو د داسې یوې کتنې پروسه پېچلې او له بل لوري په لومړي سر کې د متخصصینو په کچه اوږدې آمادګۍ ته اړتیا لري.
ترمپ او پوتین روان کال پنځه ځله پر ټیلفون خبرې کړي دي چې د دواړو لورو د عامه اعلامېې پر اساس، تر ټولو وروستۍ اړيکه ېې د شنبې په ورځ وه.
د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف، د جمعې په ورځ د خبریالانو دغې پوښتنې په ځواب کې چې دواړه رهبران به کله له نژدې وګوري، وویل: «زه د دې وړاندوینه نه شم کولی.»
پیسکوف ظاهراً د اسرائيل-ایران روانې شخړې ته په کتو وویل: «موږ د نړۍ په یو داسې ناوړه وضعیت کې ژوند کوو، چې حتی راتلونکې اوونۍ ېې هم وړاندوینه ناممکنه ده.»
نور ولولئ: پوتین له زیلنسکي او میرڅ سره لیدو ته امادګي ښودلې ده
دونالد ترمپ د روان کال په جنوري کې سپينې ماڼۍ ته له راتلو وروسته د مسکو پر وړاندې له نرمې ژبې استفاده کړې او په اوکراین کې د روسیې جګړې د پای له پاره هڅې کړي دي.
روسیې د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا متحده ایالتونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د «پاروونکو عواملو» د لمنځه وړلو په موخه د دوه اړخیزو مذاکراتو بعدي پړاو لغوه کړ.
نور ولولئ: ترمپ پر اوکراين باندې تر بریدونو وروسته پوتین «ليونی» بللی
خو پسکوف د جمعې په ورځ وویل چې مسکو په اوکراین کې د سولې د تامین په مقصد له متحده ایالاتو سره په یو ثابت دیالوګ کې دی.
هغه تمه وښوده چې له اوکراین سره د خبرو اترو دریم پړاو به راتلونکې اوونۍ پیل شي.
پیسکوف وویل: «موږ هیله مند یو چې د وړاندوینې وړ راتلونکې کې پر نوو نېټو توافق ته ورسیږو.»
نور ولولئ: د روسیې تر برید وروسته په کیف کې نور جسدونه هم موندل شوي
ویاند زیاته کړه چې د کریملین سلاکار ولادیمیر مدینسکي، چې د روسي پلاوي مشري کوي له خپل اوکرایني سیال سره په اړيکه کې دی. پېسکوف ټينګار وکړ چې روسیه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو له پاره په اوکراین کې جګړې ته ادامه ورکوي، خو ديپلوماتيکه حل لاره غوره ګڼي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګي بندیانو تبادله
د یو بل خبر پر اساس، روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ د جون ۲۰مه د جنګي بندیانو د تبادلې یو بل پړاو ترسره کړی دی. دغه خبره د دواړو هېوادونو چارواکو تائید کړې ده. په دې هکله شوي وروستي توافق کې د مړه شوو ځواکونو د جسدونو سپارنه هم شامله ده.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، پر اکس شبکه لیکلي چې اکثره اوکرایني جنګي بندیان چې د اوکراین له مختلفو برخو نیول شوي ول، له څه باندې دوو کلونو راهیسې په روسیه کې بندیان ول.
نور ولولئ: اوکراين له روسیې د نورو ۱۲۰۰ عسکرو جسدونه ترلاسه کړي
د روسیې دفاع وزارت ويلي دي چې په دغه بهیر کې آزاد شوي روسیي بندیان اوس په بلاروس کې دي. بلاروس له روسیې او اوکراین سره ګډې پولې لري.
چارواکو د آزادو شوو سرتېرو شمېر نه دی ښودلی خو ويلي دي چې دواړو لورو په مساوي شمېر کې بندیان تبادله کړي.
روسیې حملې په اودیسه کې مرګ ژوبله اړولې
اوکرایني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې روسیې د اوکراین په اودیسه ښار حملې کړي چې یو تن پکې وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.
د اوکراین پولیس وایي په ټپیانو کې درې ژغورونکي هم شامل دي چې د پېښې په ځاې کې ټپیان شوي دي.
نور ولولئ: کریملین: که کیف شرایط ونه مني نوره خاوره به هم له لاسه ورکړي
د بیړنیو خدماتو ادارې له خوا په خپرو شوو انځورونو کې ښودل کیږي چې ژغورونکي د هستوګنې په یو ساختمان کې چې اور ېې اخیستی، له ېوې ښځې سره مرسته کوي.
د اوکراین د هوايي ځواکونو په وینا روسیې ۸۶ ډرونونه فایر کړي ول چې ۷۰ ېې د دافع هوا سیستم راغورځولي دي.
اودیسه د اوکراین په جنوب کې یو له لویو بندری ښارونو څخه دی چې د یونیسکو سازمان د لرغونو میراثونو په نوملړ کې هم شامل دی. دغه ښار په ۲۰۲۲ کال پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل راهیسې د روسیې تر درنو حملو لاندې پاته شوی دی.
نور ولولئ: پر اوکراین د روسیې د حملو شدت؛ د آلمان د دفاع وزیر کیف ته تللی
د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې ۶۱ اوکرایني ډرونونه ېې له منځه وړي دي.
له آرشیف څخه: