کراچۍ: د پټاقیو په یو زېرمتون کې درنو چاودنو مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۴ مرداد ۳۱, جمعهد پاکستان پولیس وايي د اورولوبو یا پټاقیو په ګدام کې تر لومړنۍ چاودنې وروسته نورې وړې چاودنې وشوې چې له کبله ېې د سیمې اوسېدونکي اړ شول امن ځایونو ته ووځي. چاودنه د پنجشنبې په ورځ شوې چې په اور کې ېې ګدام او نژدې یو شمېر کورنه او دوکانونه سوځېدلي دي.
د اقبال خان په نوم يوه ځايي اوسېدونکي خبریالانو ته وویل: «ما فکر وکړ چې څو بمونه وچاودل.»
زیاته شوې چې دغه چاودنه ډېره زوروره وه چې له کبله ېې د پېښې ځای ته د نژدې ساختمانونو ښيښې ماتې شوي دي.
د پولیسو یوې افسرې سُمیه طارق وویل چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۴ تنه ټپیان شوي دي چې د هغې له ډلې ۴ تنو ېې د شپې ساه ورکړه.
پر ځايي رسنیو خپرو شوو انځورونو کې ښودل کېده چې له يو څو پوړيز ساختمان څخه غليظ لوګی پورته کېده په داسې حال کې چې د اور د خاموشه کيدو هڅه کيدله. همدا ډول خلک ښودل کېدل چې د پېښې له ځایه امن ځایونو ته تښتېدل.
په کراچۍ کې دغه چاودنه په دغه ښار کې د موسمي وروښتونو له کبله د جاري شوي سېلاب څخه یوه ورځ وروسته شوې ده. کراچۍ د پاکستان مهم اقتصادي ښار دی چې څه باندې ۲۰ میلیونه نفوس لري.