کراچۍ: د ودانۍ د نړيدو له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي
۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سهشنبهد پاکستان پولیسو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړي، چې د پاکستان په سويل کې پروت بندري ښار کراچۍ کې د هستوګنې يوې ودانۍ د نړيدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۳۱۴کسان مړه شوي دي. تازه رپوټونه بيا وايي چې د مړو شمير ۱۴ تنو ته رسيدلی دی.
له کراچۍ څخه د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، د پوليسو يو لوړ پوړي افسر عاطف حسين وويل چې په لومړي سر کې د نړيدلې ودانۍ څخه يوازې يو جسد راوښکل شو.
پوليسو د سه شنبې په ورځ وويل، وروسته له هغې چې د ژغورنې ډلې په ډير احتياط تر خاورو لاندې د نورو کسانو د موندلو په موخه د پاک کارۍ چارې پیل کړې، د مړو شمير ۱۴ تنو ته پورته شو.
حسين وويل چې په مارچ مياشتې کې وروسته له هغې چې د دغې ودانۍ په ديوالونو کې درزونه راپيدا شول، په اړه يې د خطر خبرداری ورکړل شوی وو، له همدې امله د ودانۍ د نړيدو پر مهال ډيری اپارتمانونه خالي ول. د ژغورنې ډلې ويلي دي د ودانۍ د نړيدو پر مهال يو شمیر اوسیدونکي په خپلو سامانونو پسې ودانۍ ته دننه شوي ول.
د افسر حسين په خبره، د پيښې په قربانيانو کې ۸ تنه يې نارينه، ۵ ښځې او يوه نجلۍ شامل دي. حسين زياته کړه چې لږ تر لږه ۶ نور کسان ټپيان شوي هم دي. هغه وويل ممکن نور کسان هم تر کنډوالې لاندې پاتې وي.
په پاکستان کې د لوړو ودانيو نړيدل يوه د معمول خبره ده. لامل يې د ساختمانونو په جوړولو کې د بې کيفيته او ارزان بيه ساختماني موادو کارول او د زيات لګښت د مخنيوي له پاره د ژغورنې سيستم په نظر کې نه نيول ښوول کيږي.
په مارچ مياشت کې هم په کراچۍ کې يوه څو پوړيزه ودانۍ چې اضافي ساختماني چارې په کې روانې وې، ونړيده. په دغې پيښې کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۱۱ کسان مړه شوي وو.
آژانسونه/ م.ک.ص/ ب.ص
زموږ له آرشيف څخه: