کاستا ریکا له امریکا اخراج شوو مهاجرو ته لنډمهال اقامت ورکوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳, چهارشنبهکاستا ریکا دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغې کوي چې د بشري حقونو وکیلانو د کاستا ریکا حکومت په یوه کمپ کې د ۸۱ مهاجرو ماشومانو پر وړاندې په بشري سرغړونو تورن کړ. دغو وکیلانو ويلي دي چې کاستا ریکا دغه ماشومان قانوني مراجعو، تعلیم او یا هم رواني درملنو ته د هېڅ ډول لاسرسي پرته په یوه کمپ کې توقیف کړي دي.
له امریکا متحده ایالاتو څخه د کاستاریکا کمپونو ته په اخراج شوو کې ډېر مهاجر د افغانستان، روسيې، چین، پاکستان او هندوستان دي. په سملاسي توګه روښانه نه ده چې کاستاریکا به په څه شمېر کې مهاجرو ته درې میاشتنې اقامې ورکوي، خو زیاته شوې چې ماشومان پکې شامل دي.
نور ولولئ: له امریکا کوستاريکا ته اخراج شوې افغانه: راتلونکی مو مرګ دی
حکومت ويلي دي مهاجرو ته دغه درې میاشتنې اقامې د «بشري دلایلو له پاره» ورکوي تر څو هغوی وشي کړی په دغه موده کې یا په کاستا ریکا کې د پناه غوښتنه وکړي او یا یو بل هېواد ته د وتلو لارې چارې ولټوي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، ويلي دي چې هغه به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېر غیرقانوني مهاجر اخراج کړي. له امریکا څخه دغه مهاجر د شوي توافق له مخې لومړی د مرکزي امریکا هېوادونو کاستا ریکا او پاناما ته اخراجيږي چې هلته په کمپونو کې ساتل کيږي چې بیا له هغه ځایه خپلو اصلي هېوادونو ته اخراجيږي.
منتقدین خبرداری ورکوي چې د امریکا د اخراجونو له لړۍ سره کاستا ریکا او پاناما د اخراج شوو مهاجرو له پاره په «تور څاه» د بدلېدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان ته د عارضو وکیلانو له ډلې ېوه ېې سيلویا سیرنا رومان ده. دغې وکيلې ويلي هغه مهاجر چې د پاناما او کاستاریکا تر منځ سرحدي علاقه کې واقع یوه کمپ ته وړل شوي ول ضبط شوي پاسپورټونه ېې اوس بېرته ورسپارل شوي، تر څو وشي کړی د حکومت نوي مقررات ومني او اسناد ېې لاسلیک کړي.
نور ولولئ: امریکا د افغانانو په ګډون ۱۳۵ مهاجر کوستاریکا او ۱۷۷ نور ونیزوېلا ته اخراج کړل
سېرنا رومان وویل: «دا د یو ښه مسیر پر لور یو ګام دی.»
تر دې مخکې په خپرو شوو رپوټونو کې ويل شوي چې په کاستا ریکا او پاناما کې د مهاجرو له پاره جوړ کمپونه په ليرو پرتو ځنګلي علاقو کې دي او دا چې بشري وضعیت پکې ښه نه دی.
اسوشتید پریس ليکي چې د پر له پسې هڅو باوجود کمپ ته ېې داخلېدو مخه نیول شوې ده.
نور ولولئ: امریکا کې له اخراجه د حفاظت پای؛ په زرونو افغانان اغیزمنیږي
د فرانسې خبري آژانس د روانې میلادي میاشتې په سر کې رپوټ ورکړ چې د کمپ د پنجرو له شا ېې له ځینو مهاجرو سره خبرې وکړې. هغه وخت د مروه په نوم ېوې افغانې دغه آژانس ته ويلي و چې مېړه ېې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قراردادي و او دوی اوس افغانستان ته له اخراجه په سخته اندېښنه کې دي.
هغې په مرکه کې ویلي وه: «زه پوهېږم که بېرته افغانستان ته ولاړه شم، هتله به مړه شم. زه به د طالبانو له خوا ووژلې شم.»
د کوستا ریکا دغه اقدام د پاناما تر اقدام وروسته کيږي. پاناما تېره میاشت د یو لړ قضايي دوسیو او نیوکو په جریان کې اخراجي مهاجر له کمپونو آزاد کړل. خو پاناما اکثریت دغه مهاجر د پاناما سيټي ښار په کوڅو کې پر خپل حال پرېښودل. د دغو مهاجرو له ډلې ځینو ېې ويلي دي چې دوی په نامعلوم برخلیک کې اچول شوي او تر اوسه نه دي توانېدلي چې په دغه هېواد کې خپلې د پناه غوښتنې وسپاري.
نور ولولئ: امريکا متحده ايالاتو نور مهاجر هم اخراج کړل
وکیلي سېرنا رومان وویل چې په کاستاریکا کې هم ازاد شوو مهاجرو ته د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې چې دا کېدای شي مهاجرو ته د پرمختګ لار پېچلې کړې.