کابل: د پاکستان سفارت د ویزې ورکولو خدمتونه پيل کړل
۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبهترڅه کم درې میاشني ځنډ وروسته کله چې نن یکشنبې(د 2019 میلادي کال د ډسمبر 29مه) ټولو افغانانو ته د ویزې ورکول پیل شول، کابل کې د پاکستان سفارت کوڅه د خلکو له ګڼې ګوڼه ډکه وه.
مژده چې خپله ناروغه مور یې د ویزې اخېستو لپاره راوستې وه، کری ورځ ویزې اخېستو ته تېره کړه خو غرمه ناهیلې ستانه شول.
نوموړې دویچه ویله ته وویل:
«مور مې سخته ناروغه ده، دلته ډیر خلک راغلي ول،خو ویزه هغه چاته ورکوي چې واسطه ولري. دلته مې داسې کسان هم ولیدل چې په کوما حالت کې وو خو ویزې یې نه ورکولې.»
سره له دې چې د پاکستان سفارت څخه د ویزه ترلاسه کونکو کره شمېرې نشته، خو تردې وړاندې دغه سفارت ویلي دي ، چی د ورځې تر ۱۰۰۰ ډیر کسان د ویزو اخېستو په موخه مراجعه کوي.
د کابل ښار اوسېدونکي عبدالرحمن دویچه وویل، د شپې له یوې بجې په کتار کې ولاړ پاتې شوی خو بیا یې هم ویزه په برخه نه شوه.
«د شپې له یوې بجې بیا د مازیګر تر څلورو بجو انتظار وو، خو ان چا مو اسناد هم وانه خېستل دلته کمیشنکاران دي چې پيسې ورکړې ویزه درکوي، غریب او بې وزلي خلک چې پیسې نه لري د پاکستان ویزو ته په اونیو اونیو انتظار کوي خو بیا یې هم کار نه کیږي.»
دویچه ویله هڅه وکړه چې په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه د افغان ویزه اخېستونکو ستونزو ته د بهرنیو چارو وزارت ځواب ترلاسه کړي، خو ددغه وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه ځواب نه وايي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د خرابیدو په لړ کې د تیرې اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه نیټه پيښور کې افغان قونسلګري وتړل شوه، خو رپوټونه وايي چې دا قونسلګري هم دوه ورځې وړاندې بیرته پرانېستل شوې.
د کابل – اسلام اباد د ډيپلوماټیکو اړیکو د وروستیو ترینګلتیاوو لاملونه څه وو؟
په اسلام اباد کې پاکستاني خبریال، طاهرخان دویچه ویله ته همدا پوښتنه ځواب کړې.
«په پيښور کې د افغان قونسلګري د تړل کېدو دلیل خو د افغان مارکیټ پر ځمکه لانجه ده چې د پاکستان محکمې د یوه ځايي اوسیدونکي په ګټه کړې خو افغانستان دا خبره نه مني. دا لانجه اوس هم پاتې ده خو قونسلګري پرانېستل شوې.»
ښاغلی طاهرخان زیاتوي چې ستونزې پرخپل ځای پاتې دي، خو اسلام اباد ته د افغان پلاوي وروستي سفر ښايي د سفارتي اړیکو په عادي کولو کې تر یوه بریده مرسته کړې وي.
تېره نوامبر میاشت د کابل – اسلام اباد اړیکې هغه مهال ترینګلې شول، کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د خپلو ډیپلوماټانو د ځورولو ادعا وکړه.
هماغه مهال په کابل کې د پاکستان سفارت خپلې قونسلي چارې ترنامعلومي مودې پوری بندي کړې، خو د هغې سربیره یې یواځې سختو ناروغانو ته ویزې ورکولې.
اسماعیل شاکر – کابل