ښايي یوه آلمانۍ جعلي ډاکټره د څلورو تنو د مړینې لامل سوې وي
۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعهد آلمان د هيسن ايالت په يوه کلينيک کي د مړيني د څو پيښو له امله يوه شکمنه جعلي ډاکټره په توقيف کي ناسته ده. ويل کيږي چي نوموړې ښځي پرته له مسلکي زده کړو ناروغانو ته انيستيزي ورکړې ده. د کسل د ښار د څارنوالي وياند ګيوتڅ وييد، د چهارشنبې په ورځ وویل چي انستیزي ورکولو په څلورو پيښو کي ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړي. په اتو نورو پيښو کي بیا ناروغانو له روغتیایي اړخه زیان لیدلی دی. تر دې مخکې هم رسنیو په اړه رپوټونه خپاره کړي ول.
دغې ښځې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د هيسن ايالات په شمال کي پروت فريتڅلار ښار په يوه کلينيک کي د ډاکټر د مرستیالې په توګه کار کړی وو. خو د کارپوهانو په خبره دغې ۴۸ کلنې په دې برخه کي کوم سند نه لره. قاضيان اوس پر هغې تور لګوي چي د درملنې پر وخت يې تيروتنې کړي دي. د بیلګې په توګه هغه د یوه ناروغ سابندي ته پر وخت نه ده متوجه سوې او د عمليات پر وخت یې ناروغ ته ناسم درمل ورکړي دي.
په لومړي سر کي پر نوموړې يوازي دا تور وو چي کلينيک ته يي جعلي اسناد وړاندي کړي خو په جنوري میاشت کي چارواکي له نورو ثبوتونو سره هم مخامخ سول. څارنوالي او پوليس اوس د نورو تر څنګ د وژل کيدو، سختي جسمي زورونې، جعلي اسنادو د جوړولو، درواغو او د ډاکټرۍ له لقب څخه د ناوړې استفادې له امله د هغې په هکله پلټنې کوي.
دغه ښځه له سې شبنې ورځې راهيسې په توقيف کي ده. په عين وخت کي څه د پاسه ۵۰ پوليسو د آلمان په درو ايالتونو کي پلټني کوي. په هيسن کي د کلينيک ترڅنګ په کيل کي د هغې وروستی شخصي استوګنځاي هم پلټل کيږي. دا چي په دې برخه کي نور قربانيان هم سته او که نه؛ په اړه يي پلټني رواني دي. په دې اړه هم پلټنې کیږي چي ایا نورو ډاکټرانو خو د دې ښځې پر خراب کار سربیره، له هغې سره د ګډې کار کولو له لارې، خپله دنده په ناسمه توګه نه ده ترسره کړې.
دغه ډول تورونو ته په کتو سره د ناروغانو د ملاتړ آلماني بڼسټ د لا ډير شفافيت غوښتنه کوي. د دې بڼسټ مشر اويګن بريش ويلي: »د دې کلينيک حقوقي مسوول بايد په خپله اسناد وڅيړي چي کوم ناروغان د دغې ډاکټري تر درملني لاندي وو او آيا تر درملني وروسته يي هم د مراقبت اړتيا وه او که نه.«
په آلمان کي د ۱۷ ايالتونو د ډاکټرانو د کميتې په حواله د جعلي ډاکترانو له پاره ډيره آسانه ده چي پر ناتکميلو اسنادو باندي پرده واچوي.
په آلمان کي په وار وار سره خلک په دې توانيږي چي کلينيکونه تيرباسي. په ويسباډن کي د ايالتي جنايي ادارې په حواله د ۲۰۱۴ کال راهيسي يوازي د هيسن په ايالت کي لږ تر لږه ۱۲ دا ډول پيښې رامنځته سوي چي اووه يي په معاينه خانو او پنځه يي په کلينيکونو کي وې.
G.P/M.J/dpa