«ډېر آلمانان په ژور خپگان اخته سوي دي»
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبهد جرمني په کلینیکونو کي په مخ پر زیاتیدونکي ډول په ژور خپگان اخته کسان تر درملني لاندي نیول کیږي. لکه څنگه چي په ویسباډن کي د آلمان د احصائیې دفتر د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۵) خبر ورکړ، د ۲۰۰۳م کال په پرتله په ۲۰۲۳م کال کي ۷۶،۸ سلنه ډیر کسان د ژور خپگان له امله په کلینیکونو کي بستر سوي دي. د نوموړي دفتر په حواله په ۲۰۲۳م کال کي شاوخوا ۲۶۱۲۰۰ انسانان د ژور خپگان له امله تر درملني لاندي نیول سوي وه. ۲۰ کاله مخکي د هغوی شمیر ۱۴۷۸۰۰ وو.
اړوند:ولې په ژور خپګان اخته کسان د کابوهايدرېت مصرفولو ته ډېره لیوالتیا لري؟
د دغو معلوماتو له مخي د ۲۰۲۲م کال په پرتله په وروستیو دریو پرله پسې کلونو کي د درملنو شمیر ۳،۶ سلنې ته لوړ سوی دی.
د رواني ناروغیو او چلند د اختلالاتو له امله په روغتونونو کې د درملني شاوخوا ۱،۰۵ ميليونو پيښو څلورمه برخه د خپګان ناروغیو ته منسوب کیدای سي. په الکهول پورې اړونده قضیې د درملنې شاوخوا۲۳۲۸۰۰ قضیې یعني (۲۲ سلنه) دي.
د احصایې د پوهانو په وینا، په بیا بیا د ژور خپګان اختلال، په کوم کي چي د خپګان پیښي په ټول ژوند کې تکراریږي، تر ټولو عام تشخیص دی: په ۲۰۲۳م کال کي ۱۶۰۵۰۰ ناروغان د همدې وجهي له امله تر درملني لاندي نیول سوي دي.
اړوند:ژور خفګان څرنګه مينه له منځه وړي؟
د اول وار له پاره د ژور خپگان له امله ۱۰۰۸۰۰ کسان په روغتونونو کي بستر سوي دي. په هغوی کي تر درملني لاندي ښځو شمیر ۱۵۹۲۰۰ وو چي د ټولو پیښو ۶۱ سلنه برخه ده.
په ۲۰۲۳م کال کې، د تکراريخپګان د اختلالاتو درملنه په اوسط ډول ۳۹،۲ ورځې دوام وکړ. د لومړۍ پیښې له پاره هغه ۳۲،۳ ورځې وې او د رواني ناروغیو او چلند د اختلالاتو له پاره په مجموعي ډول ۲۴،۵ ورځي وې. په ټولو تشخیصونو کي په اوسط ډول په روغتون کي بستر کیدل ۷،۲ ورځې دوام پیدا کړ.