ډيری آلمانيان د نارينه و د «حاملګۍ ضد» درملو سره موافق دي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۰, یکشنبهد «فورسا» په نوم ادارې د يوې نظرسنجۍ پر اساس، په آلمان کې ۶۱ سلنه نارینه او حتی ۸۳ سلنه ښځو د نارینه و له خوا د حاملګۍ ضد درملو له خوړلو سره موافقه ښودلې ده. دغه نظرسنجۍ د دوو تلویزیونو «آر ټي ال» او «ان ټي وي» لخوا ترسره شوې چې نتیجه ېې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ده.
د فورسا نظرسنجۍ پر اساس، اکثره نارینه وو ويلي دي چې دوی حاضر دي په خپله د حاملګۍ ضد له دغو ګولیو څخه استفاده وکړي. د ګډونوالو له منځه ۷۵ سلنې نارینه و په دې هکله مثبت ځواب ورکړی وو. ښځو بیا تر نارینه و هم ډېر، یعنې ۷۴ سلنه موافقه ښودلې ده.
په دې هکله نور ولولئ: آيا نارينه وو ته د ښځو د حاملګۍ ضد ګولۍ بازار ته راوځي؟
خو په دغه نظر سنجۍ کې د عمر له لحاظه ښکاره توپيرونه موجود دي، د بېلګې په توګه هغه نارینه چې عمرونه ېې د ۱۸ تر ۲۹ کلونو دي، ۷۱ سلنه ېې له دغو درملو سره موافقه ښودلې چې دغه رقم په همدې عمر ښځو کې ۹۹ سلنه دی. خو د ۴۵ تر ۵۵ کلنو نارینه و ۴۵ سلنې او د همدې عمر ښځو ۶۶ سلنه ويلي دي چې دغه درمل ورته د یو انتخاب په توګه ګرځيدلی شي.
د فورسا نظر سنجي د امریکايي پوهانو تر هغه رپوټونو وروسته ترسره کيږي چې وايي ډېر ژر به د حاملګۍ ضد داسې درمل چې نارینه به ېې خوري، بازار ته راووځي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشیفه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: