د يونان په ساموس ټاپو کې د مهاجرو خورا بد وضعيت
۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبهد يونان په ساموس ټاپو کې د مهاجرو د نوم ليکنی لمړنی مرکز، په دغه هيواد کې د مهاجرو د تر ټولو لويو مرکزونو څخه یو دی. که څه هم دغه ځای د ۷۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی، خو حاضردمه شاوخوا ۴۰۰۰ کسان د هغه په دننه او لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه نور يې شاوخواته په درول شوو خيمو کې ژوند کوي.
په دغو مهاجرو کې کورنۍ او ماشومان هم شته. دوی د مرکز له شرايطو شکايت کوي او دغه ځای زندان ته ورته بولي.
په ساموس کې ناوړه وضعيت
افغان مهاجر زين الله محمدي له خپلې حامله ښځې او درو ماشومانو سره د افغانستان له غزني ولایت څخه راغلی دی. هغه شل ورځې کيږي چې د دغه مرکز په يوه خيمه کې اوسيږي. زين الله چې د پښو او ملا له درد څخه کړيږي، وايي چې تيره اوونۍ د باران د وريدو پر وخت ېې خيمه له اوبو ډکه شوه. هغه وايي: «دلته ستونزې ډیرې دي. ډيری خلک په خيمو کې او باران لاندې ژوند کوي. تيره اوونۍ چې کله باران ډير شو خيمه مو له اوبو ډکه شوه او ماشومانو ته مې د کثافاتو پلاستيکي کڅوړې ورواغوستلې.»
د زين الله محمدي ميرمن، ظريفه محمدي وايي چې د ساموس د نوم ليکنې په مرکز کې ښځو له پاره هيڅ ډول روغتيايي سهولتونه نه شته. هغه چې اوس حمل هم لري وايي چې ماشومانو له پاره يې ښوونځي او وړکتون ته د تلو اسانتياوې نه شته.
هغې د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: «زه دلته نه شم کولای ژوند وکړم. بايد مونږ ته تر دې يو ښه ځای راکړي. زه حمل لرم، دلته ګرمې اوبه نه شته، ماشومان مې په سړو اوبو وينځم. هغوی ناروغان شوي دي.»
که څه هم په دغه مرکز کانتينري کوټې هم شتون لري چې تر يو بريده مجهزې دي، خو دغه کوټې د مرکز ټولو شاوخوا ۵۰۰۰ مهاجرو له پاره بسنه نه کوي. له همدې امله د ماشومانو او کورنيو په ګډون، ډيری مهاجر تر خيمو لاندې ژوند کوي.
فايزه اديب زاده يوه ايرانۍ مهاجره ده چې له خپلو دوو ماشومانو سره په دغه مرکز کې ژوند کوي. هغه وايي چې په ايران کې له شته و ستونزو تښتيدلې او غواړي ځان آلمان ته ورسوي تر څو هلته د ځان او ماشومانو له پاره يې يو ښه ژوند جوړ کړي. دغه ايرانۍ ميرمن هم د ساموس ټاپو له مرکز څخه شکایت کوي: «دلته شرايط ډير ناوړه دي. زه د خپلو دوو کوچنيو ماشومانو سره ژوند کوم. برښنا نه لرو، د اوبو تودولو اسانتياوې نه شته، ښه ډوډي نشته او دغه ځای حشرې لري. ټول بدن مې حشرو چيچلی چې تر اوسه يې داغونه پاتې دي. تشنابونه تر آخري حده ناولي دي چې اصلا نشي کيدای ورڅخه استفاده وشي.»
ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې څخه د مهاجرو غوښتنې
د کمپ يو بل اوسيدونکی چې په ظاهره د کوم عربي هيواد اوسيدونکی ښکاري او نه غواړي چې د ده او د هيواد نوم يې واخيستل شي، له ملګرو ملتونو او د اروپايي اتحاديې د بشر حقونو څخه غواړي تر څو په دغه مرکز کې د ميشتو مهاجرو وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.
يو شمير مهاجرو په يوه اعتراضي ليک کې، د دغه مرکز شرايط زندان ته ورته او مهاجر يې بنديان بللي کوم چې راتلونکې له پاره کومې هيلې نه لري.
د يونان ساموس ټاپو د دغه هيواد د ليسبوس ټاپو څخه وروسته تر ټولو ډير مهاجر لري.
«په ساموس کې وضعيت د چاودلو په حال کې دی»
د ساموس والي نيکوس کاتراکاسس تازه د يونان د کډوالو وزارت ته يو پرانيستی ليک استولی او ويلي يې دي چې په دغه ټاپو کې د مهاجرو مرکز نور د چاودلو په حال کې دی. هغه ليکلي، «که عاجل اقدامات تر سره نه شي، وضعيت له کنترول څخه وځي.»
د ساموس سيميزو چارواکو د يونان له مرکزي دولت څخه غوښتي چې په دغه ټاپو کې د ميشتو مهاجرو شمير دې کم کړي او د هغو يو شمير دې وچې ته انتقال کړي.
مرستندوی سازمانونو هم تر دې مخکې په کراتو په سيمه کې د مهاجرو د بد وضعيت څخه خبرداری ورکړی دی. دوی ويلي دي چې د مهاجرو کمپونه له اندازې ډير ډک شوي چې د ژمي په موسم کې ژوند کولو له پاره مساعد نه دي.
وچې ته د مهاجرو ليږد
د مهاجرت موضوع په تړاو، د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ د شوي تړون پر اساس، هغه مهاجر چې له ترکيې څخه يونان ته رسيږي بايد د دغه هيواد په ټاپوګانو کې د مهاجرو د نوم ليکنې په لمړنيو مرکزونو کې ميشت او د پناه غوښتنې پر دوسيو باندې يې همدلته تصميم ونيول شي. خو په دغو ټاپوګانو کې د مهاجرو شمير په لوړيدو سره، د يونان حکومت اړ شوی چې يو شمير مهاجر وچو يا غير جزيره يي سيمو ته وباسي. خو د تازه مهاجرو په رسيدلو سره دغه ستونزه بيرته په خپل حال پاتې ده.
مهاجر نيوز ناصر احمدي/ م. ک. ص
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: