شخړيعراق
بغداد تهران ته: په عراق کې پر امریکایي اډو حمله مه کوئ
۱۴۰۴ خرداد ۲۵, یکشنبهاعلان
د عراق حکومت د ایران نژدې متحد دی خو تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو ستراتيژیک شریک هم دی.
امریکا په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتيري لري.
نور ولولئ: پر ایران د اسرائيل بريدونه: د پاسداران انقلاب عمومي قومندان وژل شوی
د عراق یو لوړرتبه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «غوښتنه شوې، هغوی موږ ته مثبت ډاډ راکړ.» دغه عراقي چارواکي زیاته کړې چې تهران ېې د غوښتنې په مقابل کې تفاهم ښودلی دی.
نور ولولئ: اسرائيل: د ایران توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولې
ایران دوه ورځې مخکې ويلي و که چېرته پرې حمله کيږي دوی به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نخښه کړي.
نور ولولئ: ايران د پوځي اقدام په صورت کې د امریکا پر اډو د بريد ګواښ کړی