څېړنه: په اروپا کې د ګرمۍ له امله مړينې ډېرې سوي دي
۱۴۰۴ تیر ۱۸, چهارشنبهد ساینس پوهانو د اټکل له مخې د جون د میاشتې په پای کې سخته گرمي یوازي د اروپا په ۱۲ سترو ښارونو کې د ۲۳۰۰ کسانو د مړیني سبب سوه.
د امپیریال کالج لندن او د لندن د استوایی طب ښوونځي د څېړنې له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د جولای ۹ مه) په بروکسل کې د GSCC د اقلیم شبکې له خوا خپره سوه، له هغو څخه ۱۵۰۰ مړینې د اقليم د ګرمېدو له امله رامنځته سوې لوړې تودوخې ته منسوبې وې. څیړونکي اټکل کوي چې که چیرې د انسانانو له خوا د رامینځته سوي کاربن ډای اکسایډ CO2 د اخراج اغیزې نه وای، نو په ښارونو کې به د تودوخې درجه تر ۴ درجو سانتي گراد پورې ټیټه وای.
اړوند:لمر وهل او د ګرمۍ سکته؛ په بېړنيو حالاتو کې څه باید وکړو؟
یوازې د ايټاليا په میلان کې د جون د پای د سختو گرمو ورځو په ترڅ کې د معمولي حالت په پرتله ۴۹۹ ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ: په پاریس کې د هغوی شمیر ۳۷۳ او په بارسلونا کی ۳۴۰ ؤ. د انفرادي ښارونو له پاره ددغه ماډل د محاسبې له مخې، له ۱،۲۱۲ مړینو څخه، ۸۳۸ یې له اقلیمي بدلون سره تړاو لري.
ساینس پوهانو د تودوخې دغه څپې "خاموشه وژونکي" وبللې، په تیره بیا د هغو خلکو له پاره چې د زړه له ناروغۍ، شکرې، یا تنفسي ستونزو سره مخامخ دي، او همدارنگه د زړو کسانو له پاره هم. د امپیریال په کالج کې د چاپیریال ساینس پوه، بین کلارک وویل چې د تودوخې څپې "د ویجاړۍ کومه نښه نه پریږدي" لکه سترې اورلگیدنې یا طوفانونه. په هرصورت، څیړنه ښیي چې د سانتي گراد ۱،۳ درجې اوسنۍ نړیواله تودوخه لا څومره خطرناکه ده.
اړوند:په نړۍ کي د اقلیم د بدلون په نتیجه کي د څه د پاسه نیم میلیون انسانانو مړینه
د کلارک په خبره، له فوسیلي سوند توکو څخه په چټکه توګه له لاس اخیستو پرته ښايي په روانه پیړۍ کې دغه تودوخه تر ۳ درجې پورې ډېره سي. دا کار به اروپا ته لا ډیرې د تودوخې سختې څپې راوړي، چې پایله به یې ډیرې مړینې او پر روغتیايي سیسټمونو باندې ډیر فشار وي.
د جرمني د اقلیم ساینس پوهې، فریدریکه اوتو چې هم د لندن د امپیریال له کالج څخه ده، وویل: "دغه څیړنه یو ساده حقیقت په گوته کوي: د تیلو، ډبرو د سکرو او ګازو ډیر سوځول به لا ډیر خلک ووژني."
اوتو څرگنده کړه: "د نوي کیدونکي انرژۍ په لور بدلون، د هغو ښارونو جوړول چې له سختې تودوخې سره مقاومت وکړي، او د بې وزلو او زیان منونکو خلکو ساتنه په بشپړ ډول ضروري ده، تر څو هر کال د زرگونو انسانانو ژوند وژغورل سي."