څېړنه: په آلمان کي به د مسلکي کسانو تشه په چټکۍ سره وده وکړي
۱۴۰۴ تیر ۲۳, دوشنبهپه ټول آلمان کي د کوچنیانو د پالونکو، ټولنیزو کارکوونکو، د زړو او ناروغو کسانو د پالونکو او پلورنکو او همدارنگه په نورو دندو کي د مسلکي کسانو کمښت لیدل کیږي.
د جرمني د اقتصادي انستیوت (IW) د یوې مطالعې له مخې، د مسلکي کسانو دغه تشه به په راتلونکو کلونو کي لاپسې وده وکړي. اټکل کیږي چي په ۲۰۲۸م کال کي به ۷۶۸ زره چوکۍ په کافي اندازه په مسلکي کسانو ډکې نه وي. په ۲۰۲۴م کال کي په اوسط ډول دغه شمیر ۴۸۷ زره وو.
اړوند:پلټنه: د جرمني د کار بازار هر کال ۲۸۸ زره مهاجرو ته اړتیا لري
د نوموړې څېړنې لیکوال یوریک تیده من وايي: «د دې کار اصلي علت د نفوسو بدلون دی. په راتلونکو کلونو کي به ډېر کسان تقاعد سي. کله چي موږ ونه سو کولای د هغوی تشه ډکه کړو، نو په راتلونکو کلونو کي به په ورځني ژوند کي دغه حالت لا ډیر کسان احساس کړي.» کله چي په وړکتونونو او پالنځایونو کي د دندو کمښت رامنځته سي، نو کارکوونکي به د دې توان ونه لري چي خپل کاري ساعتونه ډیر کړي، ځکه هغوی باید د خپلو کوچنیانو او خپلوانو ساتنه وکړي.
نوموړو لیکوالانو د ۲۰۲۳م کال او وروستیو کلونو د څېړنو له مخې دا ارزونه کړې ده چي په ۱۳۰۰ مسلکي کارونو کي به د کار د بازار وضعیت څه ډول وده وکړي.
اړوند:آلمان: مسلکي کسانو ته په صادر شوو ويزو کې ډېروالی راغلی
په تیره بیا د پلورونکو کمښت ډیر احساسیږي. په دغه برخه کي ښايي دغه تشه له څه د پاسه ۱۲ زره ۹۰۰ څخه ۴۰ زره ۴۷۰ ته وده وکړي. د تیده من، په خبره ډیر کم ځوانان د پلورنکي په توگه مسلکي زده کړو ته زړه ښه کوي.
دوهم ځای د کوچنیانو د پالنې برخه ده چي پکښي د ۳۰ زره ۸۰۰ کارځایونو کمښت لیدل کیږي. تر هغه وروسته ټولنیز کارونه او د پیداگوژۍ برخه ده چي له ۲۱ زره ۱۵۰ کسانو له کمښت او د روغتیا او پالنې څانگه له څه د پاسه پوره ۲۱ زره ۳۵۰ زره کسانو له کمښت سره مخامخ ده.
د معلوماتي ټکنالوژۍ په مسلکونو کې د کارمندانو په شمیر کې قوي زیاتوالی
متخصصینو دا هم وڅیړله چې کوم مسلکونه کولای سي د کارکوونکو په شمیر کې تر ټولو لوی زیاتوالی او کمښت تجربه کړي. ترټولو لوی زیاتوالی د کوچنیانو په پالنه او روزنه کې دی. تمه کیږي چې تر ۲۰۲۸م کاله پورې به تقریباً ۱۴۳ زره ۴۰۰ پوستونه په مناسبو پرسونلو سره ډک سي. سره له دې به، د دغو لیکوالانو په وینا، دا کار د اړتیاوو د پوره کولو له پاره کافي نه وي. سربیره پر دې به د معلوماتي ټکنالوژۍ په مسلکونو کې د۲۶ سلنې د پام وړ زیاتوالی موجود وي. د دې کار علت ډیجیټالي کیدل دي.
د آي ډبليو د اټکل له مخې به تر ټولو لوی کمښت د فلزاتو په مسلکونو کې ولیدل سي. د ماهرو کارگرانو شمېر به تر ۲۰۲۸م کاله پورې امکان لري چي څه ناڅه ۱۶۱،۲۰۰ ته راټيټ سي. ډېری کارکوونکي کار پریږدي، او ډېر کم نوي کسان راځي.
د روزل سوو بانکي کارکونکو له پاره هم د غیر معمولي لوی کمښت اټکل کیږي. له همدې امله به د کارکوونکو شمېر شاوخوا ۵۶،۳۰۰ ته راټيټ سي. تیده من، وايي: "د بانکدارۍ سیسټم اتومات کیږي. څانگې تړل کیږي، او د مشورې ورکولو ډیرې لږ غُرفې لیدل کیږي. له همدې امله، لږو کارکوونکو ته اړتیا ده."
کارپوهان په ښوونځیو کې دمسلک د لارښوونې د پراخولو، د اوږدې مودې کار له پاره د هڅونې د زیاتولو، او د ماهرو کارګرانو په لویه کچه مهاجرت ته د اسانتیاوو د برابرولو سپارښتنه کوي.