څېړنه: د ۲۰۱۵م کال مهاجر د کار په بازار کې ښه مدغم سوي
۱۴۰۴ شهریور ۳, دوشنبهپه ۲۰۱۵ م کال کې آلمان ته د راغلو مهاجرو ډیره برخه د کار په بازار کې ښه مدغم سوې ده. دغه خبره د کار د بازار او دندې د څېړنو انستیتوت (IAB) نن دوشنبې (۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۵ مه) په نیورینبیرگ کې د خپلو پلټنو له مخې کړې ده. د دې معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۵ م کال کې راغلو مهاجرو د کارموندنې کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۶۴ سلنه وه. دا په داسي حال کې چې د ټول نفوس له پاره منځنۍ کچه ۷۰ سلنه ده.
د کډوالو نظر پوښتنه
په رپوټ کې زیاته سوې ده چې د ټولو په کار گومارل سویو کډوالو ۹۰ سلنه په ۲۰۲۴ کال کې د ټولنیزو بیمو د ونډو تابع وه. دغه شمېره د عمومي نفوس له پاره ۹۲ سلنه وه. "که سړی پرځان بسیا کسان ( کارفرمایان/آزاد کارکوونکي) ور شامل کړي - نو شاوخوا ۵ سلنه هغه کسان چې په ۲۰۱۵ کال کې راغلي وو په ۲۰۲۳ کال کې آزاد کارکوونکي وو - دا د کارموندنې د کچې نیژدې ۷۰ سلنه جوړوي."
د IAB-BAMF-SOEP د انستیتوت په حواله دغه پایلې د کډوالو د نظرپوښتنو پر بنسټ ولاړې دي. دغه سروې له ۲۰۱۶ کال راهیسې هر کال د IAB له خوا د مهاجرت او کډوالو له پاره د فدرالي دفتر د څیړنې د مرکز او ټولنیز- اقتصادي پلاوي په همکارۍ ترسره کیږي.
میرکل په ۲۰۱۵ کال کې: «موږ یې له عُهدې وتلای سو.»
لس کاله مخکې د ۲۰۱۵ م کال په دوبي کې د مهاجرو د بحران په اوج کې، آلمان له یوې سترې ننگونې سره مخامخ سو. هغه وخت دا معلومه سوه چې د نوموړي کال په ترڅ کې د ۸۰۰ زرو مهاجرو د راتگ تمه کیږي او له هنگري څخه د آلمان پر خوا په زرونو مهاجر پر لارې ول. مهاجرت ته په کتو سره د هغه وخت صدراعظمې انگیلا میرکل د «موږ یې له عُهدې وتلای سو»، جمله وويله.
د میرکل په باور په آلمان کې په ۲۰۲۵ م کال د مهاجرینو په ادغام کې د پام وړ پرمختگ راغلی دی. د مسیحي ډیموکراټ گوند CDU دغې سیاستوالې د جرمني د لومړني ټلویزیوني کانال ARD له پاره د مستندو فلمونو له خبریال اینګو زمپیروني سره په مرکه کې وویل. "دا یوه پروسه ده. خو موږ تر اوسه ډېر څه ترلاسه کړي دي. او د هغه څه له پاره چې لا باید ترسره سي باید هڅې دوام پیدا کړي"
د آلمان صدراعظم میرڅ له بل ډول ارزونې سره
میرکل خپله پریکړه د آلمان له پاره د ډیر بار یا فشار په توگه نه بولي. هغې وویل: "زه داسې فکر نه کوم. جرمني یو پیاوړی هیواد دی." "په مجموعي ډول، زه ډاډه وم چې جرمني کولای سي دا هرڅه اداره کړي." پخوانۍ صدراعظمې اشاره وکړه چې د هغه بدیل به دا وای چې آلمان ته د مهاجرو د راتگ د مخنیوي له پاره له زور څخه کار اخیستل سوی وای. میرکل روښانه کړه: "ما به هیڅکله له دې کار سره موافقه نه وای کړې."
د جولای په نیمايي کې بیا د آلمان اوسنی صدراعظم فریدریش میرڅ له یوې بلې ارزونې سره رامخته سو:»نن ورځ موږ پوهیږو چې په دې برخه کې چې هغه وخت ورته اشاره سوې وه، په ښکاره ډول بریالي نه یو" میرڅ وویل، همدارنگه ارقام هم د ادغام په اړه په واضح ژبه خبرې کوي.
لینمن له مهاجرت څخه راضي نه دی
همدارنگه د مسیحي ډیموکراټ گوند عمومي مشر کارسټن لینمن هم یو انتقادي بیلانس وړاندي کوي. "له ۲۰۱۵ کال راهیسې، ۶،۵ میلیونه خلک موږ ته راغلي دي، او نن ورځ له هغو څخه له نیمایي لږ خلک په کار بوخت دي. زه لږترلږه دا ویلای سم چې دا د قناعت وړ نه بولم " لینمن دا څرګندونې د "نیو اوسنابروکر څایتونگ" په نوم آلمانۍ ورځپاڼې سره مرکه کې کړي. هغه وويل چې نن ورځ خبره پردې ده چې ټولنیز سیسټمونو ته دې غیر قانوني مهاجرتونه ودرول، او د کار بازار ته د داخليدو له پاره دې منظم مهاجرت ته وده ورکړل سي. "دا باید په ۲۰۲۵ کال کې د حکومت پالیسي وي - او همداسي ده هم."