څېړنه: د نړۍ د ۸۵ سلنه خلکو د بیان آزادي محدوده سوې ده
۱۴۰۴ خرداد ۱۲, دوشنبهد نړۍ زیاتره انسانان نه سي کولای د بیان له آزادۍ او غونډو څخه په بشپړ ډول استفاده وکړي. د مدني ټولنو د اطلس له مخې چې د دوشنبه په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۲) د »نړۍ له پاره ډوډۍ« د سازمان له خوا خپور سوی دی، ۸۵ سلنه یا ۱۱۵ هیوادونه د څه ناڅه ۷ میلیارډه نفوس په درلودلو سره، یوه محدوده، تر فشار لاندي او یا هم بشپړ ځپل سوې مدني ټولنه تجربه کوي.
په برلین کې د دغه مرستندویه پروتستانت سازمان مشرې، داگمار پرويين «په ټوله نړۍ کې د مدني ټولنو په وړاندي له گواښوونکي وخت» څخه خبره کړې ده.
د هغې په خبره په تیره بیا د افغانستان ، چین، اریتریا او ایران په شان هیوادونوکې وضعیت ډېر خراب دی.
اړوند:یوناما: طالبانو تر ۲۵۰ ډېر خبریالان نیولي دي
د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخې په الجزایر، سنگاپور یا ټایلند کې مدني ټولنې تر «فشار لاندي » درجه بندي سوي دي. د جمايکا، جاپان او سلوانیا په گډون د نړۍ په نورو هیوادونو کې بیا وضعیت د تیر کال په پرتله ښه سوی دی.
د مدني ټولنو وضعیت په تیره بیا په ۴۰ هیوادونو چې په هغو کې لوکزامبورگ، تایوان او ډنمارک شاملیږي، ښه بلل سوی دی.
آلمان په خپله هم له یوې زیانمنونکي مدني ټولنې سره یو هیواد شمیرل کیږي. ددغې پلټنې له مخې په دغه هیوادد بیان آزادي او غونډې تر ډیره ځایه تضمین سوي دي. خو دغې څیړنې موندلې ده د سوله ایزو مظاهرو په وړاندې محدودیتونه او غیر متناسب زورزیاتی لکه له اوښکي بهوونکي گاز او پلاستیکي مرمیو، څخه استفاده دوام لري.
دغه رپوټ همدارنگه موندلې ده چې که څه هم په آلمان کې دبیان آزادي او د غونډو جوړول تر ډیره ځایه تضمین سوي دي ، خو ځیني محدودیتونه موجود دي او د سوله ایزو مظاهرو په وړاندې له غير متناسب زور زياتي څخه کار اخیستل سوی دی، لکه له اوښکي بهوونکي گاز او یا هم له ربړي مرمیو څخه استفاده.
اړوند:وینس: په اروپا کې د بیان ازادي «د پر شا تګ» په حال کي ده
له همدې کبله نوموړی مرستندویه سازمان د آلمان له حکومته غواړي چې په ټوله نړۍ او همدارنگه آلمان کې له یوې فعالې او خپلواکې مدني ټولنې څخه ملاتړ وکړي.