څېړنه: د امريکا د مرستو کمښت کيدای سي د ميليونو مړيني سبب سي
۱۴۰۴ تیر ۱۰, سهشنبهد یوې نوي څېړني له مخي، دامریکا متحده ایالاتو له خوا په بهرنیو مرستو کي سخت کمښت کولای سي په راتلونکو پنځو کلونو کي تر ۱۴ ميلیونو زیاتو اضافي مړینې سبب سي.
په "The Lancet" ژورنال کي د څو ساينس پوهانو او د بارسلونا او د برازیلي سلواډور دا باهیا، له خوا خپره سوې څیړنه ښیي چي د هغو په ډله کي ښایی له پنځو کلونو کم شاوخوا پنځه ميلیونه کوچنیان هم شامل سي. هغوی د امریکا متحده ایالاتو د حکومت له خوا د پراختیايي مرستو د کمولو د بیرته نه راګرځولو په هکله خبرداری ورکړی دی.
په دغه پلټنه کي نوموړو څېړونکو تر ۱۳۰ زياتو هیوادونو او سیمو د معلوماتو په کارولو سره، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱م کال پوري د مړیني کچه څېړلې او په نتیجه کي یې له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۳۰م کاله پورې په دې هکله یوه وړاندوینه کړې ده.
څېړونکي: USAID د ډېرو مړینو مخه نیولې ده
څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي دي چې USAID په تیرو وختونو کي د مړیني په کمولو کي د پام وړ ونډه اخیستې ده: د USAID له خوا تمویل سوو پروګرامونو تر ۲۰۲۱ پورې په مجموعي ډول د تقریباً ۹۲ ميلیونه مړینو مخه نیولې، چې پکښې تر ۳۰ ميلیونه اضافه هغه کوچنیان شاملیږي چي له پنځو کلونو څخه یې کم عمر درلود.
دا کار لهايډس HIV/AIDS څخه د مړینې په کچه کي د ۶۵ سلنې کمښت او له ملاریا څخه د ۵۱ سلنې د کمښت سبب سوی دی.
اړوند:د امريکا د پراختيايي ادارې «يو اس ايډ» ډېر کارکوونکي رخصت شوي دي
د دغې څیړنې لیکوالان خبرداری ورکوي: «زموږ اټکلونه ښيي چي د مخنیوي وړ مړینو دغه حیرانوونکی شمیر ممکن تر ۲۰۳۰م کاله پوري رامنځته سي. لکه څنگه چی ویل سوي دي، د ډیر ټیټ او منځني عاید لرونکو هیوادونو له پاره به یې اغیز حتی د یوې نړیوالې وبا او یا هم یوې لويي وسله والې شخړې په څیر وي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې په پیل کې د USAID د بودیجې له ۸۰ سلنې څخه زیاته برخه کمه کړه، چې د ټولو نړیوالو پراختیایي مرستو تقریباً څلورمه برخه جوړوي. ټاکل سوې وه چې د پراختیايی مرستو دغه اداره د جولای تر لومړۍ نیټې پورې منحله سي.