څیړنه: الماني موټر جوړونکي شرکتونه راتلونکي ته بدبینه دي
۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبهاعلان
لکه څنگه چي د مونشن معلوماتي انستیتوت (Ifo) نن دوشنبه رپوټ ورکړ چې د موټر جوړولو د شرکتونو د خرڅلاو او معاملې انتظارات په یوه میاشت کي ډیر خراب سوي دي. د هغوي سهامي معاملو (انډیکس) شاخص له سپټمبر څخه تر اکتوبر میاشتي پوري د منفي ۶،۳ څخه ۳۵،۳ واحدونو ته لوړسوی دی.
موټر جوړونکو شرکتونو هم د فرمایشاتو او هم تقاضا د کمیدو خبر ورکړی دی، چي که څه هم په خبره یې اوسني فرمایشات د پخوا په ډول سره ډیر دي او شرکتونه هم غواړي په راتلونکو میاشتو کي ډیر موټران تولید کړي.
خو د مونشن د معلوماتی انستیوت په حواله موټر جوړونکي شرکتونه په راتلونکو میاشتو کي د لږ گټي انتظار کوي.
د دې خبري یو علت د موټر جوړولو د موادو گراني او تولید د مصارفو لوړیدل دي، چي دې کار بیا په خپل نوبت سره موټرو ته تقاضا راکمه کړې ده.