د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو د حکم له غوښتني څخه هرکلی
۱۴۰۳ اسفند ۲۱, سهشنبهد ډنمارک، فرانسې، یونان، گویان، پانامې، جنوبي کوریا، سیرالئون، سلوانیا او بریتانيا هیوادونو چي د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کي د "ښځو، سولې او امنیت په هکله د گډو ژمنو" د اعلامیې لاسلیک کوونکي دي، د طالبانو ادارې له خوا د جنسیت پر بڼسټ توپیري چلند غندلی دی.
د "په افغانستان کي ښځې، امنیت او سولې" په عنوان دغه بیانیه کي چي په ملگرو ملتونو کي د ډنمارک د سفیري کریستینا مارکوس لاسن له خوا ولوستل سوه، راغلي دي: «موږ د طالبانو د دوامداره او سیستماتیک جنسیتي تبعیض او د جنسیت پر بڼسټ د تاوتریخوالي په هکله خپله غندنه تکراروو.»
اړوند:یونسکو د افغان ښځو له پاره زده کړو ته د لاسرسي غوښتنه کوي
دغو هیوادونو همدارنگه ویلي دي چې دوی د طالب مشرانو د نیولو له پاره د نړیوالي جنایي محکمې د څارنوالۍ د غوښتنې په ګډون د طالبانو ادارې د حساب ورکونې د نوښت هرکلی کوي: "موږ د نورو نوښتونو تر څنګ د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالۍ د هغې غوښتنې چې د طالبانو د دوو جګپوړو مشرانو د نیولو امر یې صادر کړی، او د جنسیتي ځورونې په ګډون د جنسیت پر بڼسټ جنایتونو په هکله د حساب ورکونې تعقیب ته د ژمنې یادونه کوو."
د جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنوال، کریم خان، تیره میاشت د طالبانو د مشر هيبت الله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني، د نیولو حکم د صادرولو غوښتونکی سو. هغه ویلي دي چي داسي قانوني دلایل موجود دي چي گومان وسي، د طالبانو دغه جگپوړي مشران د "جنسي ځورونې په بڼه د بشریت ضد جرم" مسئول بلل کیږي.
خو د طالبانو ادارې لوړپوړي ویاند ذبیح الله مجاهد ، د ښځو د نړیوالي ورځي (د مارچ اتمه) ادعا وکړه چي د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندي "افغان ښځي د فزیکي او رواني پلوه په بشپړ مصؤنیت کي ژوند کوي او د ښځو پر وړاندي له هرډول تاوتریخوالي څخه مخنیوی سوی دی."
په افغانستان کي د ښځو پر وړاندي "سیستماتیک تبعیض"
د دغو نهو هیوادونو په اعلامیه کي راغلي دي چي طالبانو څه د پاسه ۸۰ فرمانونه او مقررات صادر کړي دي، چي په ځانگړي ډول یې خودمختاري، د ښځو او نجونو د ورځني ژوند حقونه تر هدف لاندي راوستي دي: «په افغانستان کي دطالبانو ترواکمنۍ لاندي ښځي او نجوني له عمومي ژوندانه څخه محرومي سوي او د هغوی ږغ خاموشه سوی دی.»
د دغو هیوادونو استازو په ملگرو ملتونو کي وویل: «موږ دغه سیاستونه په کلکه غندو او له طالبانو غواړو چي ژر تر ژره دي له بشري حقونو څخه سرغړونه، په تیره بیا هغه پالیسۍ او له توپیري چلنده ډک اعمال متوقف کړي چي د ټولو نجونو او ښځو آزادۍ گاني او بشري حقونه نقض کوي.»
اړوند:بيربوک: طالبان د ښځو له پاره «ټولنیز زندان» جوړوي
د دغو ۹ هیوادونو استازو د "امر بالمعروف والنهی عن المنکر" په گډون د طالبانو محدود کوونکو فرمانونو ته اشاره وکړه او وې ویل: "د دغو نه منلو وړ او غیر عادلانه کړنو هدف د تبعیض د سیستم بڼسټیز کول، آزار او ځورونه او د جنسیت پر بنسټ سرکوبه کول دي."
د دغو هیوادونو په گډه اعلامیه کي ویل سوي دي چي طالبان باید د افغانستان نړیوالو ژمنو، لکه د ښځو په وړاندي د توپیري چلند د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون ته درناوی وکړي: «موږ د هغو ګامونو د پورته کولو هرکلی کوو چې طالبان د ښځو او نجونو له بشري حقونو څخه د پراخو او بنسټیزو سرغړونو په اړه حساب ورکوونکي وي.»
د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د۱۰ پریکړه لیکونو سره سم، غړو هیوادونو له ډیره وخته راهیسي ژمنه کړې چی د "بشري حقونو په توګه د ښځو له ټولو حقونو" او د سولې او امنیت د ساتلو له پاره په ټولو هڅو کې د ښځو له ګډون څخه ملاتړ وکړي.
د نوې اعلامیې لاسلیک کوونکو همدا راز د یوناما د ماموریت د غځولو او په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نورو ادارو، بسپنو او د ملگرو ملتونو له خوا په پروګرامونو سره د هیواد له خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.