څنګه یوه الماني ځوان د سپي د ژغورنې په هڅه خپل ژوند بایلود؟
۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبهد المان د مونسټر ښار یو ۲۰ کلن اوسیدونکي د جمعې په ورځ پر موټر وی یا لویه لاره د سفر په حال کې وو چې په لاره کې یي د سړک په غاړه پر یوې ښځې نظر ولګیده چې د خپل سپي د نیولو هڅه کوي.
دغه تنکي ځوان هم د مرستې په نیت خپل موټر د سړک په غاړه ودراوه. د ۲۴ کلنې ښځې په موټر کې پترول خلاص شوي وو چې له امله یي خپل موټر د لویې لارې په غاړه درولی و او د مرستې په تمه وه.
له سپیانو سره ظلم او د مرغانو ازادولو کاروبار
له ښځې سره خپل یو سپی هم و. په همدې حال کې د سپي پړی د نجلۍ له لاس څخه وځي او سپی موټر وی يا لويې لارې ته داخلیږي. دغه ښځه یا نجلۍ د خپل سپي د ژغورنې په هڅه کې مصروفه کیږي.
د پولیسو په حواله په همدې منځ کې د مونسټر یو اوسیدونکی تنکی ځوان چې د مرستې له پاره يې خپل موټر درولی و، د سړک په منځنۍ لیکه کې د سپي د نیولو کوښښ کاوه له یوه موټر سره ټکر وکړ او په دې ډول تیز خط یا د سرعت لرونکو موټرو لیکې ته وغورځېد. هلته بیا یو بل کرولا ډوله موټر راغی چې ويې واهه. د پولیسو په وینا د سپي د ژغورنې په هڅه دغه المانی ځوان هم هلته ځای پر ځای مړ شوی دی.
پولیس وايي تر دغې خواشینوونکي پيښې وروسته د A1 نمبر لویه لار یا موټر وی د مرستندویه کارونو په غرض د څو ساعتونو له پاره تړل شوې وه.
Dpa: na.ns