ځوانان مخ په زیاتیدونکي ډول د دیجیتال رسنیو تر فشار لاندې دي
۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبهپه هغه څیړنه کې چې د شوینینگر صحي بیمې د چهارشنبې په ورځ خپره کړې راغلي چې د هغو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی چې د دیجیتالي وسایلو لکه ځیرک تیلیفونونو له کبله ځانونه ترفشار لاندې احساسوي. دغه شمیره د یوه کال په ترڅ کې له ۳۶ سلنې څخه ۴۱ سلنې ته لوړه سوې ده.
د څیړنې په حواله د دې کار دلیل، پر چت کولو، ویدیو گانو لیدلو او ټولنیزو رسنیو باندی وخت تیرول په گوته سوی او همدا رنگه دا چې سړی باید تل د نورو سره د اړیکو له پاره ځان آماده احساس کړې.
په تیره بیا ځوانې ښځي ټولنیزی رسنۍ د ستریس یا فشار دلیل بولي. د هغوی ۷۸ سلنه ځانونه تر فشار لاندی احساسوي. ۵۸ سلنه نارینه بیا له دغه ډول یوه حالت سره مخامخ دي.
له نوموړې صحی بیمې څخه تانیا کاترین وایي: »په هر اندازه چې پوښتل سوي کسان کم عمره یا ځوانان دي، په هم هغه اندازه ځانونه مکلف بولي چې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله واوسي.«
۵۶ سلنه پوښتل سوي کسان د دیجیتالي فشار له عواقبو لکه ستړیا او لږ خوب څخه شکایت کوي. ۵۳ سلنه نه سي کولای ژر بیده سي. څه نا څه هر دوهم کس بیا د ژر عصبانیت او خستگۍ سره مخامخ دی. په دغه څیړنه کې له څه د پاسه زرو تنو تنکيو ځوانانو او ځوانونو لويانو څخه پوښتنې سوي دي.
له لسو پوښتل سوو کسانو څخه اته یې د دې له پاره چې له دیجیتالي ستریس څخه ځانونه وساتي، سپورت کوي او موزیک اوري . تر فشار لاندی کسانو څخه یوازې هر دوهم تن یې له دیجیتالي رسنیو څخه ځانته تفریح ورکوي. خو ۷۶ سلنه یې بیا هغه کسان دي چې د کوم فشار یا ستریس احساس نه کوي.
G.P/B.N/AFP