ځان وژونکي بريد ته چمتو شوی ماشوم پولیسو ته تسلیم شو
۱۳۹۹ تیر ۶, جمعهد کندز امنيه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ماشوم سيد مختار نوميږي او د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسیدونکی دی.
د کندز د پوليسو وياند هجرت الله اکبري، رسنيو ته په يوه ليږل شوې ويډيو کې د سید مختار له قوله وايي چې طالبانو پنځه کاله مخکې د سيد مختار مور او پلار د هغوي په کور کې وژلي وو او د هغوی درې زامن او دوه لوڼې يې له ځانه سره بيولې وې.
اکبري وايي چې سید مختار پنځه کاله د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو د ځان وژونکو حملو او بم جوړونې له مسئول، مولوي مصطفی سره وو او د تروریستي او ځان وژونکو بريدونو زده کړې يې ليدلي دي.
هغه وايي چې طالبانو د سيدمختار له دوو وروڼو څخه په ځان وژونکو بريدونو کې کار اخیستی او د دوو خويندو برخليک يې تر اوسه څرګند نه دی.
دغه ۱۳ کلن هلک په يوه بله استول شوې ويډيو کې وايي: «زما پلار د کومانډو سرتيری وو. طالبانو زما پلار وواژه او موږ درې وروڼه او دوه خويندې يې له ځانه سره بوتلو.»
سید مختار هم وايي چې طالبانو دوی درې وروڼه له خپل ځان سره وساتل او د دوو خويندو له برخلیک څخه يې نه تراوسه پورې خبر نه دي.
هغه په دغې ويډيو کې وايي: «دوه وروڼو مې انتحاري وکړه او زه يې هم انتحاري حملې ته واستولم چې ما مې خپل انتحاري واسکټ په سيند کې واچاوه». مختار په دغې ويډيو کې وايي چې وروڼو يې قاسم او جاويد نوميدل او په کابل کې يې ځانمرګي بريدونه وکړل. دی له حکومت څخه غواړي چې د هغه ساتنه وکړي.
د کندز د والي ویاند عصمت مرادي دويچه ويله ته وويل چې سيد مختار اوس په يو خوندي ځای کې اوسيږي او هيڅ ډول ګواښ ورته متوجه نه دی. مرادي زياته کړه چې سیميزه اداره ژمنه ده چې د نوموړي د زده کړو په برخه کې به همکاري کوي او په دې برخه کې کار شوی دی.
محمد کريم صالح/ ا.خ.ح